متقي: له اندونیزیا سره د اړیکو پراختیا ته لېواله یوو

متقي: له اندونیزیا سره د اړیکو پراختیا ته لېواله یوو


  • 1 ورځ دمخه (06/06/2025)
  • 117

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي اندونیزیا په اسلامي نړۍ کې یو مهم هېواد بللی او ویلي یې دي چې سرپرست حکومت په بېلابېلو برخو کې له دې هېواد سره د اړیکو پراخولو ته لېواله دی.

د بهرنیو چارو وزارت د عامه اړیکو رئیس ضیاء احمد تکل وايي، متقي په کابل کې د اندونیزیا سفارت له نوي شارژدافیر، نندا ایوالیست سره کتلي او هغه ته یې په خپل نوي ماموریت کې د بریالیتوب هیله کړې ده.

د تکل په وینا، د بهرنیو چارو سرپرست وزیر له اندونیزیا څخه په یاد هېواد کې د اسلامي امارت د ډیپلوماتانو د منلو له کبله مننه کړې ده.

په ورته وخت کې، ایوالیست هم د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پراخولو پر اړتیا ټینګار کړی او زیاته کړې یې ده چې د خپل ماموریت په جریان کې به هڅه وکړي چې د افغانستان ځمکني واقعیتونه د اندونیزیا له خلکو او حکومت سره شریک کړي.

د یادونې وړ ده چې په تېرو نږدې څلورو کلونو کې څو اندونیزیایي پلاوو کابل ته سفر کړی او د سرپرست حکومت له چارواکو سره یې لیده کاته کړي دي. 

له بلې خوا، شاوخوا دوه میاشتې وړاندې سعدالله بلوچ په اندونیزیا کې د سرپرست حکومت د سفیر په توګه وټاکل شو او په رسمي ډول یې خپله دنده پیل کړه.