تر چین او ترکیې وروسته؛ پاکستان هم د کابل لپاره سفیر ټاکي

تر چین او ترکیې وروسته؛ پاکستان هم د کابل لپاره سفیر ټاکي


  • 6 مياشتي دمخه (24/10/2023)
  • سمسور نیوز
  • 384

د پاکستان د لنډمهالي حکومت د بهرنیو چارو  وزیر جلیل عباس جیلاني وايي، په کابل کې د دغه هېواد د سفارت شارژدافیر عبیدالرحمن نظاماني به په افغانستان کې د پاکستان د سفیر په توګه وټاکل شي. 

په کابل کې د پاکستان د پخواني سفیر منصور احمد خان د ماموریت له پای ته رسېدو وروسته، عبیدالرحمن نظاماني تېر کال د پاکستان سفارت د شارژدافیر په توګه وټاکل شو.  

نظاماني پر ده د وژلو له هڅې وروسته، کابل پرېښود؛ خو له څه مودې وروسته بېرته کابل ته راستون شو.    

که څه هم د پاکستان په ګډون هېڅ هېواد اوسنی افغان حکومت پر رسمیت نه دی پېژندلی؛ خو چین او ترکیې په وروستیو میاشتو کې د کابل لپاره خپل نوي سفیران ټاکلي دي.