د پاکستان سفیر: د کابل له نوي حکومت سره د نېکو اړیکو غوښتوونکي یوو

د پاکستان سفیر: د کابل له نوي حکومت سره د نېکو اړیکو غوښتوونکي یوو


  • 2 کاله دمخه (01/06/2022)
  • سمسور
  • 719

سمسور (۱۱غبرګولی۱۴۰۱) په کابل کې د پاکستان سفیر ویلي، چې حکومت یې له اسلامي امارت سره د نیکو اړیکو غوښتوونکی دی.

هغه دا څرګندونې د ا.ا د کډوالو او بېرته را ستنېدونکو چارو وزير خليل الرحمن حقاني سره په کابل کې د لیدنې پر مهال کړې دي.

د راپورونو له مخې، په دې لیدنه کې ښاغلي حقاني ویلي، چې ا.ا د پاکستان په ګډون له ټولو ګاونډيو هېوادونو سره پر متقابل احترام ولاړې نېکې اړيکې غواړي.

د مالوماتو پر بنسټ، په دې کتنه کې دغه راز په پاکستان کې د افغان کډوالو د وضعيت او ستونزو په اړه هم خبرې شوې دي.

د کډوالو چارو وزير د کډوالو په اړه د افغانستان، ايران او پاکستان د درې اړخيزې غونډې پر ژر تر سره کېدو ټينګار کړى دى. 

هغه زیاتوي، چې په يادې غونډې سره په ايران او پاکستان کې د افغان کډوالو ستونزې حل شي.