تخار کې یوې مېرمنې ځان او درې اولادونه وژلي

تخار کې یوې مېرمنې ځان او درې اولادونه وژلي


  • 1 کال دمخه (05/05/2021)
  • نګینه ارشاد
  • 647

 تخار کې یوې مور خپل ځان او درې اولادونه سیند ته غورځولي.

د یادې کورنۍ یو خپلوان وایي، چې پېښه د کورني تاوتریخوالي له کبله رامنځ ته شوې ده.

د نوموړي په خبره دغه پېښه د فرخار لُجده قریه کې له هغې وروسته رامنځ ته شوې، چې د یادې مېرمنې خاوند په کور کې د دویم واده خبره راپورته کړې وه.

د سرچینې د مالوماتو له مخې د مړې شوې مېرمن خاوند عبدالله نومیږي او څو ورځې وړاندې یې په خپل کور کې د دویم واده خبره کړې وه، چې وروسته په کورني تاوتریخوالي بدله او په پایله کې یې مېرمن ځان له خپلو درې واړو اولادونو سره یو ځای د کور مخکې روانو اوبو ته غورځولی او خپل ژوند یې له لاسه ورکړی.

د یادې کورنۍ خپلوان وایي، چې د دغې مېرمنې څلور اولادونه وه، چې درې یې سیند ته غورځولي؛ خو یو درې میاشتینی ماشوم یې په کور کې پریښی دی.