کابلوف: افغانستان مهم دی؛ په اړه یې ګڼ کنفرانسونه جوړو

کابلوف: افغانستان مهم دی؛ په اړه یې ګڼ کنفرانسونه جوړو


  • 3 کاله دمخه (26/10/2021)
  • سمسور نیوز
  • 967

روسیه وایي د افغانستان په اړه د غونډو او کنفرانسونو جوړولو ته ادامه ورکوي. د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف په تازه څرګندونو کې ویلي چې دوی افغانستان ته د اقتصادي مرستو د جذب په لټه کې دي چې له همدې امله به ددغه هېواد په اړه کنفرانسونه او غونډې ډېرې کړي. کابلوف ویلي سبا به د ایران کنفرانس ترسره کېږي او ټاکل شوې چې په راتلونکې میاشت کې هم د افغانستان په اړه څو کنفرانسونه جوړ شي. هغه ټینګار کړی چې نړۍ باید د افغانستان د بیا رغونې لپاره مرستې ډېرې کړي، له نوي حکومت سره دې مرسته وکړي او پر دوی دې فشارونه نه راولي. نوموړي ټينګار کړی چې د نړۍ اوسنی چلند د افغانستان پر وړاندې د بشري ناورین سبب کېدلی شي ځکه دمګړی په افغانستان کې د خوړو کمښت رامنځ ته شوی او خلک له ګڼو ستونزو سره مخ دي.