د پوهنې وزارت پخوانی وزیر، فاروق وردګ بېرته هېواد ته راستون شو

د پوهنې وزارت پخوانی وزیر، فاروق وردګ بېرته هېواد ته راستون شو


  • 2 کاله دمخه (08/06/2022)
  • سمیر احمد
  • 728

سمسور (۱۸غبرګولی۱۴۰۱) له افغان شخصیتونو سره د اړیکو کمېسیون هیواد ته د پخواني حکومت د پوهنې او په پارلماني چارو کې د وزیر فاروق وردګ د ستنېدو خبر ورکړ.  

یاد کمېسیون ویلي، چې ښاغلی وردګ د دغه کمېسیون په هڅو هېواد راستون شوی دی.  

فاروق وردګ په پخواني حکومت کې د زیات وخت لپاره د پوهنې او تر هغه وروسته په پارلماني چارو کې ددولت وزیر و.

هغه د نظام له بدلون سره هم مهاله له هېواده وتلی و او ويل کېږي، چې په ترکیه کې اوسېده.  

فاروق وردګ په تیرو شلونو کې د افغانستان کورني سیاست کې فعاله ونډه لرل او د تیر حکومت په وروستیو کې د مالیې له پخواني وزیر ډاکتر عمر زاخېلوال سره په ګډه د «افغانستان د نجات حرکت» په نوم یو سیاسي بهیر هم رامنځ‌ته کړ.