پاکستان: افغانستان کې د بشري بحران د مخنيوي لپاره يوازينۍ لار طالبانو سره تعامل دی.

پاکستان: افغانستان کې د بشري بحران د مخنيوي لپاره يوازينۍ لار طالبانو سره تعامل دی.


  • 2 کاله دمخه (24/10/2021)
  • سمسور نیوز
  • 1025

د پاکستان د اطلاعاتو وزير، فواد چوهدري په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، چې په افغانستان کې د بشري بحران د مخنيوي لپاره يوازينۍ لار طالبانو سره تعامل دی. 

هغه زیاته کړې، چې تعامل به همداراز د بشري حقونو په  رعایت او د یو ټول‌شموله حکومت په رامنځ‌ته کولو کې هم هڅونه وکړي. 

نوموړي رویټرز ته ویلي، چې اوس د دې وخت دی، چې امريکا، چين او نور قوتونه د افغانستان د نوي حکومت د رسميت پېژندلو لپاره يو طرزالعمل ایجاد او د طالبانو د سرپرست حکومت د يو شمیر غړو په ګډون د دغه تحریک غړي د ملګرو ملتونو له تور لېست څخه وباسي.  

هغه دغه‌راز د افغانستان د ميليارډونو ډالرو په ارزښت د کنګل شوې شتمنۍ د خوشې کېدو غوښتنه هم کړې ده.

باید یاده شي، چې پاکستان له طالبانو سره ژورې اړيکې لري او په افغانستان کې د امریکا د شل کلنۍ جګړې پر مهال په پر لپسې توګه له دغې ډلې پر ملاتړ تورن شوی دی، هغه څه چې اسلام آباد رد کړي دي.