هالنډ کې؛ افغان مسافرو په افغانستان کې د روانې جګړې پر ضد لاریون کړی

هالنډ کې؛ افغان مسافرو په افغانستان کې د روانې جګړې پر ضد لاریون کړی


  • 3 کاله دمخه (21/06/2021)
  • سمسور نیوز
  • 1161

هالنډ کې میشت افغانانو په افغانستان کې د روانې جګړې پر ضد شعارونه ورکول او د تاوتریخوالي د ختمولو غوښتنه یې کوله.

لاریونوالو په افغانستان کې روانه جګړه د پاکستان نیابتي جګړه بللې او د ژر تر ژره بندېدو غوښتنه یې کړې ده.

یادو لاریون کوونکو ویلي، چې د جګړې قربانیان افغانان دي؛ خو ګټه یې پنجاب او تهران ته رسیږي.

دغو لاریونوالو د بیان د ازادۍ، ولسواک نظام، د اقلیتونو خوندي کول او بشري حقونه د ساتلو غوښتنه کوله.

دوی په نړیوالې ټولنې غږ وکړ، چې په افغانستان کې دې د روانې جګړې په اړه خپل غږ اوچت کړي او خپله چوپتیا دې ماته کړي.

لاریونوالو ویلي تر هغې به خپلو لاریونونو ته دوام ورکوي تر څو چې په افغانستان کې تاوتریخوالی ختم شوی نه وي.