انتونيو ګوترش: افغانستان کې دې د اقتصادي سقوط مخه ونیول شي

انتونيو ګوترش: افغانستان کې دې د اقتصادي سقوط مخه ونیول شي


  • 3 کاله دمخه (12/10/2021)
  • خالد سهار
  • 1384

د ملګرو ملتونو عمومي منشي وايي، په افغانستان کې بشري وضعیت ته باید جدي پاملرنه وشي؛ ترڅو د یوه لوی ناورین مخه ونیول شي. 

انتونیو ګوتیرش پرون یوې خبري غونډې ته ویلي، چې د افغانستان د اقتصادي سقوط د مخنیوي لپاره باید پراخې هڅې وشي ځکه اوس‌مهال په افغانستان کې بشري ناورین مخ په ډېرېدو دی.  

د نوموړي په وینا، چې په اوس‌ وخت کې په افغانستان کې اتلس میلیونه خلک د دې ناورین سره مخ دي. 

د ملګرو ملتونو عمومي منشي زیاته کړې، چې د افغانستان د اقتصاد د بیارغولو لپاره باید لارې ولټول شي او د ډېرو مالي سرچینو په برابرولو دې د اقتصاد د سقوط مخه ونیسي. 

دا څرګندونو داسې مهال دي، چې په افغانستان کې خلک په خورا بد اقتصادي وضعیت کې قرار لري او که پر وخت مرستې ونه‌شي؛ نو په دې هېواد کې به لوی بشري ناورین رامنځ‌ته شي.