روسیې او تاجکستان د خطراتو د مخنیوي په موخه افغانستان سره پر پوله تمرینات پیل کړل

روسیې او تاجکستان د خطراتو د مخنیوي په موخه افغانستان سره پر پوله تمرینات پیل کړل


  • 3 کاله دمخه (07/07/2021)
  • نګینه ارشاد
  • 1355

د احتمالي خطراتو د مخنیوي په موخه؛روسیې او تاجکستان د افغانستان پولې ته څېرمه نظامي عملیات پیل کړل

د افغانستان اوسني وضیعت ته په کتو، د روسیې او تاجکستان پوځونو د افغانستان پولې ته څېرمه هوایي او ځمکني تمرینونه پیل کړي؛ تر څو د راتلونکو احتمالي ګواښونو مخه ونیسي.

د دواړو هېوادونو چارواکو ویلي، چې موخه یې د اړتیا په صورت کې د خطراتو پر وخت دفع کېدل دي.

روسیه او تاجکستان یاده چاره په داسې حال کې ترسره کوي، چې اوس مهال له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو زیاته برخه وتلې او بلخوا ته بیا طالبانو د خپل تاوتریخوالي کچه اوج ته رسولې.

په ورته مهال بیا افغان حکومت وایي، چې په یواځې ځان د هر ډول حالاتو د کنټرول وړتیا لري او ژر به روان وضیعت عادي حالت ته راولي.