سمسور (چهارشنبه - د وري - ۱۸) په برما یا میانمار کې پوځ د یاد هېواد د کودتا لاریون کوونکو پر کمپ برید ترسره کړی دی.
د رسنیو د راپورونو له مخې، چې دا پېښه نن د یاد هېواد د سایګنګ د نارامې سیمې په کاله ښارګي کې رامنځته شوې، چې له امله یې مرګ ژوبله هم اوښتې ده.
د سرچینو په خبره، لاریون کوونکي د انګ سان سوچي په رهبرۍ د ملکي حکومت د بېرته واکمېندو غوښتنه کوي.
باید یاده شي، چې دغه هېواد کې د مارچ ۲۷ د پوځ پرضد لاریونونو کې تر ټولو خونړۍ ورځ بلل شوې وه، چې پر مهال یې ۱۱۰ تنه مظاره چینان وژل شوي وو.
دا برید داسې مهال دی، چې په دغه هېواد کې له کودتا وروسته لږ تر لږه ۶۰۰ کسان وژل شوي او زرګونه نور ټپیان شوي دي.