جوبایډن: که له افغانستان څخه کوم خطر راپېښ شو؛ ژر به اقدام وکړو

جوبایډن: که له افغانستان څخه کوم خطر راپېښ شو؛ ژر به اقدام وکړو


  • 1 کال دمخه (08/12/2023)
  • سمسور نیوز
  • 413

د امریکا ولسمشر جوبایډن ویلي، ځواکونه یې چمتو دي چې له افغانستان څخه په سیمه کې د رامنځته شوي خطر په اړه غبرګون وښيي.

هغه کانګریس ته په یو لیک کې لیکلي، چې د دوی ځواکونه له افغانستان څخه بهر په ګڼو سیمو کې میشت دي او یوازې همدې ته منتظر دي، چې که له افغانستان څخه کوم ګواښ پېښ شو؛ نو دوی به سمدستي پوځي اقدام وکړي.

بایډن ویلي، اوس نه شي کولای چې له افغانستان څخه بهر په سیمه کې د خپلو ځواکونو د ځای او شمېر په اړه څه و وايي.

د یادونې ده، چې تر دې وړاندې هم ګڼو امریکايي جنرالانو ویلي، چې له افغانستان څخه د پېښېدونکو ګواښونو په اړه به پوځي اقدام وکړي. 

سرپرست حکومت تل ډاډ ورکوي، چې د افغانستان له خاورې هیچاته ګواښ متوجه نه دی او په دې اړه دې څوک اندېښنه نه کوي.