د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب وايي، چې افغان مېرمنو د هر ډول ستونزو پر وړاندې کلکه مبارزه کړې او لاهم د دوی مبارزه دوام لري.
نوموړ نن د ښځو نړیوالي ورځې په مناسبت په خپل ټویټ کې ښځو ته ددې ورځې مبارکي ویلي او لیکلي یې دي، چې په وروستیو دوه لسیزو کې افغان مېرمنې د جمهوریت تر چتر لاندې د خپلو حقونو غوښتلو لپاره هر ډول مبارزه کړي.
حمدالله محب همداشان هيله څرګنده کړې، چې افغان مېرمنې دې له ټولو حقونو برخمنې شي.
د مارچ اتمه د ښځو نړیواله ورځ، چې په ټوله نړۍ کې د ښځو د حقونو او دوی ته د درناوي په موخه ځانګړې شوې، له نن ۴۶ کاله وړاندې د ملګرو ملتونو د یونسکو سازمان له لوري، د ښځو په نوم ونومول شوه