د بحران نړیواله ډله: د افغانستان سرمایه دې په تدریجي ډول خوشې شي

د بحران نړیواله ډله: د افغانستان سرمایه دې په تدریجي ډول خوشې شي


  • 3 کاله دمخه (07/12/2021)
  • 1023

د بحران نړیوالې ډلې په خپل یوه تازه راپور کې ویلي، چې د افغانستان کنګل شوې شتمني باید په تدریجي ډول ازاده شي.  

د سازمان په خبره، په افغانستان کې د روان اقتصادي وضعیت تر ټولو ستر لامل د دغه هېواد د شتمني کنګل کول دي.

سرچینې زیاته کړې، امریکا دې ژر د بشردوستانه مرستو د رسولو لپاره یوه برخه پیسې په ازمایښتي ډول ازادې کړي. 

په راپور کې راځي، چې اقتصادي فشارونه د طالبانو چلند نه شي بدلولی؛ نو له همدې کبله دې امریکا په تدریجي توګه د افغانستان شتمني ازاده کړي.

واک ته د طالبانو له رسېدو سره سم امریکا د افغانستان شااوخوا ۹ میلیارده امریکایي ډالر کنګل کړل، چې د دې بیا خوشې کېدو په کور دننه او بهر سخت غبرګونونه هم راوپارول.