- 4 کاله دمخه (21/09/2020)
- محمد اجمل زرمتي
- 1236
درېیم نړیوال جنګ د پوځي ماهرانو تر منځ یوه اختلافي موضوع ده ولې پېښېدل یې حتمي خبره ده چې په هغه کې به د نړۍ اټومي هېوادونه ګډون ولري. دا په داسې حال کې ده چې د نړۍ ځواکمن او اټومي هېوادونه غواړي یو داسې جنګ ته نږدې شي چې په هغه کې به نړۍ ویجاړه او بشري نسل له منځه ولاړ شي.
تاریخ اوس هم هغه له وحشت او دهشته ډکه فضا په یاد لري، کوم چې امریکایانو په ۱۹۴۵ په هیروشیما او ناګاساکي کې له اسمانه اټومي بمونه وورول او په پایله کې یې دویم نړیوال جنګ پای ته ورسېد. البته له هغه وروسته هم اټومي فعالیتونه پوره و نه درېدل او ادامه یې پیدا کړه. اټومي هېوادونو اټومي ځواک نور هم پیاوړی کړی او همدارنګه ځینې نور هېوادونو هم اټومي تجربې وکړې چې دا خپله دا ښيي چې موږ د درېیم نړیوال جنګ پر لور روان یوو.
دا په داسې حال کې ده چې په نړۍ کې اکثریت نړیوال پوځي ماهران په دې نظر دي راتلونکی وژونکی او مخرب جنګ په نړۍ کې د هستوي بټیو د زیاتېدو، اما تېلو او اوبو د کمښت په سر دی. د دې جنګ خطرات به دومره لوی او عظیم وي چې تر دویم نړیوال جنگ به څو چنده زیات وي؛ نو شک نهشته دا پېښه به ټوله نړۍ اغېزمنه کړي او په پایله کې به یې ځینې هېوادونه ډېر ځواکمن او ځینې به له منځه ولاړ شي.
لاندې هېوادونه هغه دي چې پر هغو باندې به درېیم نړیوال جنګ خپله مستقیمه اغېزه ولري.
هند؛ هغه هېواد دی چې اوسمهال یې نفوس د زیاتېدو په حال کې دی او همدا رنګه له زیاتو کډوالو سره لاس و ګرېوان دی. يقيناً ډېر نفوس او بېځایه شوې کورنۍ خپله سرچینې کموي. اګر که په تېره کې هندوستان له اقتصادي رکود سره مخ شوی ولې راتکونکی اقتصادي رکود به څو چنده وي، دا هم باید ووایو، د هند ملي ځواک په نړۍ کې په درېيمه درجه ځواک پوځ بلل کېږي، ولې د هند ګډون په راتلونکي جنګ کې به د دغه هېواد اقتصاد او همدا رنکه پوځ ته سخت تمام شي.
فرانسه؛ له ۲۰۱۴ کاله را په دې خوا په عراق او سوریه کې د جنګ په حالت کې قرار لري او همدارنکه په افریقايي هېوادونو کې هم د اسلامي جهادي تنظیمونو په مقابل کې خپل جنګي عملیات پر مخ بیايي، همدا علت دی په فرانسه کې هم چاودنې او بمبارۍ کېږي او لېرې نه ده په سوریه کې د خپلو ملي ګټو د ساتلو لهپاره له هستوي ځواکه کار واخلي لکه تېره ورځ د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت په ډاګه کړه چې فرانسه به د بشرالاسد له خوا د کېميايي وسلو د استعمال په صورت کې چوپه خوله پاتې نهشي.
جنوبي کوریا؛ که کله هم د شمالي کوریا رهبر کیم جونګ اون تصمیم ونيسي پر امریکا حمله وکړي، يقیناً به يې لومړی هدف جنوبي کوریا وي، ځکه په اوسني وخت کې امریکا له جنوبي کوریا څخه د شمالي کوریا پر وړاندې نظامي ملاتړ کوي.
ایران؛ دا هېواد له امریکا او اسراییل سره دښمني لري، کله چې متحده ایالات د ایران پر هستوي ځواک او مرکزونو باندې حمله وکړي، لېرې نه ده نړۍ له درېيم نړیوال جنګ سره مخامخ شي.
درېيم نړیوال جنګ به اقتصادي مشکلات پېښ کړي، د تېلو بيه به درې چنده زياته شي او همدارنکه ډېر اسیايي هېوادونه به خپل د تېلو واردات له خليجي هېوادونو څخه پوره کوي او په نتېجه کې به د تېلو ذخیرې کمې او له منځه وړلای شي.
بريټانیا؛ دا هېواد ډارېږي چې له کوم بل هېواده خصوصاً له روسيې به ورباندې هستوي حمله وشي او تل يې خپل نظامي ځواک د تیارسئ په حالت کې درولی، ولې که واقعاً ورباندې اټومي حمله وشي، بیا دا ځواک نهشي کولای چې له اټومي حملې ځان وساتي.
اسراییل؛ په ۲۰۰۷ کې په لومړي ځل په سوریه کې خپله هستوي ازموینه وکړه، امکان لري د ایران د پراخېدونکي نفوذ د مخنيوي لپاره له امريکا سره متحد پاتې شي.
پاکستان؛ دا هېواد له خپلو همسايه هېوادونو سره چندان ښې اړيکې نه لري، نه دومره لوی دی چې د درېيم نړيوال جنګ په ترڅ کې روغ پاتې شي او نه هم دومره اقتصادي ځواک لري چې خپل اقتصاد ورباندې ورغوي.
افغانستان؛ د نړۍ تر ټولو مهمه او سټراټېژيکه برخه جوړوي او همدا رنګه بېلابېل معدني کانونه لري، مګر دولت يې فاسد او تر ډېره حده په نورو هېوادونو پورې تړلی دی. دا هغه هېواد دی له ن، روسي
دا هغه هیواد دی له پاکستان سره هم یو مشترک سرحد لري؛ نو يقيناً د افغانستان امنیت د پاکستان، روسیې او هند، درې لویو هېوادونو امنیت ته ارتباط لري، همدارنکه د امریکایانو شتون هم په افغانستان کې د دریو لویو هېوادونو د فعالیتونو څارل بلل کېږي.
عراق؛ وروسته له هغه چې امریکایانو عراق پرېښود، د هېواد اقتصاد باثباته شو خو د شیعهگانو بریدونو د سنیانو په مقابل کې لویې ستونزې را منځ ته کړې، ډېری سنیان د عراق او سوریې پولې ته مجبور شول او د سوريې په جنګ کې يې فعال او اغېزناک ګډون وکړ او همدا حالت و چې داعش او نورو په اصطلاح جهادي تنظیمونو ته يې زمینه برابره کړه، عراق او سوریه په خپل کنټرول کې راولي او د تېلو له څاګانو څخه خپل اقتصاد نور هم پیاوړی کړی.
روسیه؛ له هغو هېوادونو څخه ده چې کولای شي د درېيم نړیوال جنګ پر وړاندې مقاومت وکړي او خوندي پاتې شي. د روسيې مداخله په اوکراین او د سوريې په جنګ کې دا ښیي چې روسیه د درېيمې نړیوالې جګړې لور ته حرکت کوي. پوټين څه موده مخکې په مسکو کې کنفرانس ته وویل چې روسیه له هر ډول اټومي وسلې سره د مبارزې توان لري او د اټومي وسلو لويې زېرمې لري چې کولای شي په ورته وخت کې ټوله نړۍ ویجاړه کړي.
سوریه؛ داخلي جنګ چې د حکومت د پلويانو او مخالفانو تر منځ را منځ ته شوی، نږدې ۷ کاله کېږي ادامه لري او په ترڅ کې يې نيم ميليون خلک تر اوسه پورې وژل شوي دي .
د دې هېواد داخلي جنګ هم درېيم نړیوال جنګ ته ورتهوالی لري چې سوریه د مختلفو هېوادونو تر منځ د جنګ ډګر کرځېدلی دی او همدارنکه ډېر امکان لري د سوريې په سر اټومي هېوادونو د یو له بل سره ښکر په ښکر شي.
شمالي کوریا؛ شمالي کوریا د کیم جونګ اون په مشري د سیمهیزو ځواکونو له نظامي قدرت څخه دی او تل يې د درېيم نړیوال جنګ لپاره شعارونه ورکړي او غواړي نړۍ درېيم نړیوال جنګ کې داسې داخله کړې شمالي کوریا پکې خوندي پاتې شي.
امریکا؛ به د نړۍ تر ټولو لوی اقتصاد او د جنګ تر ټولو لوی قرباني وي. له هغه ځایه هېوادونو لکه روسیه، شمالي کوریا او ایران خپل لومړنی هدف متحده ایالات کرځولی دی؛ نو ویلای شم په درېيمه نړیواله جګړه کې به موږ د ډېرو اټومي بریدونو شاهد اوسو.
د امریکا اقتصاد او همدا رنکه د نړۍ اقتصاد ته به سخته ضربه ورسېږي جبرانول به يې ډېر دروند او سخت کار وي؛ نو لکه څنکه د امریکا اوسنی ولسمشر یو ځلې ويلي وو د درېيم نړیوال جنګ په صورت کې به د امریکا اقتصاد ته سخته ضربه ورسېږي او د نړۍ د وروسته پاتې هېوادونو په کتار کې به راشي.
سرخط ورځپاڼه