دا کابل دی: نومرې


  • 3 کاله دمخه (21/09/2020)
  • نجب منلی
  • 992

 ولسمشر احمدزي د ښوونکي د ورځې په مناسبت په هېواد کې د معارف د کمیت پر ښه کېدو رضاییت څرګند کړ، خو د زده کړو کیفیت یې ناکافي و ګاڼه.

ولسمشر د ښوونکو مادي امتیازاتو ته هم اشاره وکړه او د تعلیم کیفیت یې ورسره تړلی وباله. ولسمشر حکومت ته امر وکړ چې ښوونکو ته، د کور جوړولو له پاره، یوه، یوه نومره ځمکه ووېشي.
ټولنیزې ستونزې اکثره زنځیري بڼه لري، یوه له بلې سره تړلې ده.
د ستونزو کړۍ کله نېغ په نېغه یوه له بلې سره نښتې وي او کله دغه ارتباط مستقیم نه وي، لکه د جال غوټې، له کږو لارو سره تړل کېږي.
د شاګردانو د تعلیم کیفیت هم د شاګردانو د ژوند له شرایطو سره، هم د ښوونځي له مادي امکاناتو سره، هم د ښوونکو له شمېر سره، هم د ښوونکو د مسلکي روزنې سره او هم د ښوونکو د ژوند له شرایطو سره تړلی دی. دا یوازیني عوامل نه دي، په لسګونو نور مسایل هم د تعلیم پر کمیت او کیفیت په یو نه یو ډول اغیز ښندي.
د ښوونکي په ورځ د ولسمشر څرګندونې ټولې پر ځای وې خو د لومړیتوبونو ارزول او ټاکل دومره ساده خبره هم نه ده لکه د ولسمشر له خبرو چې څرګندېږي.
د افغانستان دیموګرافۍ (د وګړو شمېر او ټولنیز حالت) ته که وګورو، دا هېواد یو ځوان هېواد دی. د عمر منځنی رقم په کې د اتلسو کالو شاوخوا اټکل شوی دی.
د هغو ماشومانو شمېر چې باید ښوونځي ته لاړ شي په سلو افغانانو کې تر پنځوسو پورته دی.
د افغانستان تعلیمي نظام نږدې یوولس نیم میلیونه شاګردان او دوه نیم لکه استادان او اداري پرسونل لري. که اړتیاوو ته وګورو نو دا شمېرې باید همدا اوس دوه دومره وای.
که خدای غوښتل او حکومت په خپلو کړنو کې بریالی و، نو د ولسمشر احمدزي د دورې په ورستیو کې به د پوهنې وزارت پنځه ویشت میلیونه شاګردان او تر یو میلیون زیات استادان ولري. دوی به هم وړ ښوونیز چاپېریال او هم پراخو مادي امکاناتو ته اړتیا ولري.
د استوګنځای ستونزه په هېواد کې یوه ريښتینې ستونزه ده.
د ښاري کېدلو طبیعي پروسه به دا ستونزه لا نوره هم پېچلې کړي. شپږ یا اوه لسیزې مخکې چې د ښارجوړونې معیارونه ټاکل شوي وو او دولت خپلو مامورینو ته په یو لړ ښاري پروژو کې د ځمکو ورکول پیل کړي وو نو د هېواد تر ټولو ستر ښار، کابل، یوازې دوه یا درې لکه وګړي درلودل.
د نورو لویو ښارونو استوګن په څو محدودو حالاتو کې تر سل زرو کسانو اووښتل.
د هغه مهال له شرایطو سره سم په ښار کې، یا ښار ته څېرمه سیمو کې د ځمکو وېشل هم شوني وو او هم دولتي مامورینو په اسانۍ سره کولای شول د خپلو کورونو او کارځایونو تر منځ واټن په نسبتاً معقول لګښت او مناسب وخت کې پرې کړي.
په نیمه پېړۍ کې اقتصادي او ټولنیز شرایط دومره بدل شوی دي چې نور نو د هغه وخت د معیارونو تطبیقول یوازې له عملي اړخه ناشوني نه دي بلکې معقولیت هم نه لري.
حکومت باید د استوګنځای د ستونزې د حل له پاره نوي سیاستونه جوړ کړي او د خلکو د کور درلودلو طبیعي او قانوني حق د تحقق له پاره عملي لارې چارې ولټوي.
دا د حکومت دنده ده چې د دې هېواد وګړو ته د استوګنځای د چمتو کولو له پاره تدابیر ونیسي خو د ولسمشر دا غوښتنه چې حکومت دې ښوونکو ته، یا بل هر ټولنیز ګروپ ته، د کور جوړولو له پاره ځمکې ورکړي دقت او غور غواړي.
تر دې به دا غوره وي چې حکومت په لنډ وخت کې په کافي اندازه استوګنځایونه جوړ کړي او خپلو مامورینو ته داسې شرایط برابر کړي چې هر څوک، پرته له تبعیضه وکړای شي په اسانه او په ارزانه بیه د سرپنا څښتن شي.
اوس خو ولسمشر، ظاهراً، د تعلیم د کیفیت ستونزه ښوونکو ته د ځمکو په وېشلو حل کول غواړي خو داسې نه شي چې لس کاله وروسته، د ښوونکي د ورځې د لمانځلو پر مهال، ولسمشر ووایي:
(( په افغانستان کې د تعلیم کیفیت ځکه ټیټ دی چې د ښوونکو کورونه په یو ښار او ښونځي په بل ښار کې دي! ))