بوټو: د پاکستان لنډمهالی حکومت د افغان کډوالو د اېستلو واک نه لري

بوټو: د پاکستان لنډمهالی حکومت د افغان کډوالو د اېستلو واک نه لري


  • 1 کال دمخه (03/12/2023)
  • سمسور نیوز
  • 492

د پاکستان د بهرنیو چارو پخوانی وزیر بلاول بوټو زرداري وایي، دا د پاکستان لنډمهالي حکومت صلاحیت نه دی، چې افغان کډوال وباسي. 

نوموړي تېره ورځ بلوچستان کې یوې خبري ناستې ته ویلي، چې د افغان کډوالو د اېتسلو موضوع کې باید له ټولو لوریو سره مشوره شوې وای.  

ښاغلي بوټو له پاکستانه د افغان کډوالو اېستل یوه پېچلې مسئله بللې ده.  

هغه ویلي، چې د افغان کډوالو د اېستلو بهیر کې بشري سرغړونې شوې دي.  

پاکستان په داسې حال کې د افغان کډوالو د اېستلو لړۍ ته دوام ورکړی، چې سخت ژمی دی او راستنېدونکې کورنۍ د اوسېدو لپاره ځای نه لري.

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام وایي، چې له راستنېدونکو افغانانو سره د مرستې لپاره ۲۶ اعشاریه ۳ میلیونه ډالرو ته اړتیا ده.