اکسیوس: حزب الله ډلې له ایران غوښتي، چې پر اسرائیلو دې برید وکړي

اکسیوس: حزب الله ډلې له ایران غوښتي، چې پر اسرائیلو دې برید وکړي


  • 2 مياشتي دمخه (24/09/2024)
  • عبدالبصیر رحمت زی
  • 100

اکسیوس خبري اژانس د دوه اسرائیلي سرچېنو له قوله لېکلي چې د لبنان حزب الله ډلې له ایران غوښتي څو پر اسرائیلو دې برید ترسره کړي.

سرچینې زیاتوې، چې ایراني چارواکو د لبنان حزب الله ډلې ته په ځواب کې ویلي، چې د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان په نیویارک کې دی او له همدې امله پر اسرائیلو د برید کولو لپاره دا مناسب وخت نه دی.

دا په داسې حال کې ده، چې په وروستیو کې پر لبنان  د اسرائیلو بریدونو زور اخیستی او لبنانۍ حزب الله ډلې ته یې ګڼ تلفات  اړولي دي.