اوچا: افغانستان کې نږدې ۲۴ میلیونه خلک بشري مرستو ته اړتیا لري

اوچا: افغانستان کې نږدې ۲۴ میلیونه خلک بشري مرستو ته اړتیا لري


  • 10 مياشتي دمخه (11/03/2024)
  • سمسور نیوز
  • 273

افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر وايي، سږ کال ۲۳،۷ میلیونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري.

اوچا په خپله ایکس پاڼه لیکلي  چې په دې کې ۵۲ فیصده یې اړمنې ښځې او نجونې دي.

یادې  ادارې له نړۍ وغوښتل چې د افغان ښځو او نجونو تر څنګ ودرېږي، ځکه په افغانستان کې تر ټولو زیات زیان ښځې ګوري.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې  د خوړو نړیوال پروګرام له افغانستان سره د مالي مرستو د کمېدو خبرداری ورکړی وو.

د اسيا او ارام سمندر لپاره د ډبلیو اف پي مرستيال سمير وانمالي پر ایکس چينل، په خپره شوې ويډيو کې ويلي چې نړۍ باید افغانستان او د دغه هېواد وګړي هېر نه کړي.