ښوونيزبنسټونه (۱۶ مه برخه)


  • 4 کاله دمخه (21/09/2020)
  • شمس خوستی
  • 1122

دمقالوي ازموينوښېګڼې
لكه مخكې چې وويل شول دغه ډول ازموينې له ډېرو نيمګړتياووسره سره ځينې ښېګڼې هم لري چې پخپل ځاى كې ترې ګټه اخيستل كيږ ي موږ به يې دلته يوڅوپه ګوته كړو .
۱ : په مقالوي ازموينوكې دزده كوونكيواملاښه مالوميږي اودحافظې ځواك يې ازمويل كيږي ،نوښايي په داسې مهال كې لدې ازموينې ګټه واخيستل شي چې ازموينه دزده كوونكيوداملايي څرنګوالي دارزونې اودحافظې ځواك دمالومولو په موخه اخيستل كيږي  .
۲ : ځينې وخت دښوونكي موخه داوي چې ديوې موضوع په اړه دزده كوونكيو وړتيادمقالې دليكنې له له خې مالومه كړي اوښايي ياده شوې موخه دژبو(پښتو،دري ) ،تاريخ اوجغرافيې په مضمونونوكې وي ،نوپدې وخت كې لدې ډول ازموينې كاراخيستل كيږي ،خوكوښښ دې وشي چې دپوښتنوپه لړكې دې له يوې څخه زياتې مقالوي پوښتنوته ځاى نه وركوي .

ټاكنۍ (عيني ياانتخابي) ازموينه
لدې امله چې ديامقالوي ازموينې بريدكچه (ساحه) تنګه ده نوپرځاى يې ټاكنيزه ازموينه رامنځته شوه ،چې پراخ چوكاټ لري او هغه محدوديتونه چې په مقالوي ازموينه كې رامنځته كيږي په ټاكنيزه ازموينه كې له منځه ځي .
ټاكنيزه ازموينه ډېرډولونه لري چې هريويې پخپل ځاى كې بېلې ځانګړتياوې لري خوموږيې دلته پرټوليزوځانګړتياووغږيږو چې وروسته به يې دهرډول ځينې ښېګڼې اونيمګړتياوې هم په ګوته كړو.

 

دټاكنۍ ازموينې ځانګړتياوې
۱ : ددغوازموينودپوښتنوجوړل اوږدوخت غواړي
۲ : لنډځوابونه غواړي چې له زده كوونكيوڅخه وخت نه نيسي
۳ : ځوابونوته يې په اسانه ،سمه توګه اوپوره نياؤ نومرې وركول كيږي
۴ : دغه ازموينې داډاډوړدي
۵ : داصطلاحاتو،تاريخچې ،تمرينونواونوروپه ارزونه كې په ګټوره توګه كارول كيداى شي .
۶ :  رښتې اوحقايق كچ كوي
۷: دزده كوونكيودمالوماتو،پوهې اوكړنوپه درجه بندۍ كې ګټورې 
      تماميږي
۸ : يواځې ديوۀ ځواب غوښتونكي وي
۹: پوښتنې يې په لنډوغونډلوكې وړاندې كيږي
اوداسې نورې ځانګړتياوې اوصفتونه لري

دروڼې ياټاكنيزې (عيني ياانتخابي) ازموينوډولونه
۱ سم اوناسم ځوابه
۲ : څوځوابه
۳: پرتليزې
۴ : بشپړيزې
اوس به لومړى دټاكنيزو ازموينوديادشويو څلوروډولونو پر څرنګوالي او ورپسې به يې په ګټو او نيمګړتياوولنډ غوندې وګړيږو .

سم اوناسم ځوابه
سم اوناسم ځوابه پوښتنې پخپل ځاى كې ګټورې دي چې له دوو برخو څخه جوړېږي ،يوه برخه يې دپوښتنوتنه يااربرخه ده اوبله يې دځوابونو برخه ده .
دپوښتنوتنه زده كوونكيوته لارښوونه كوي ترڅو په وركړل شويو ځوابونوسم وپوهيږي اوهغه وټاكي .
ددې پوښتنوځوابونه په  څو غونډلو (جملو)،وييونو (لغاتونو) اويا كليمو كې د(الف ،ب ،ج ، د) اويانوروتوريواوسمبولونوسره ښوول شوې اوبېل شوي وي ترڅوزده كوونكي وكولاى شي دلارښوونې له مخې سم ځواب په نښه كړي .
دبېلګې په ډول .
زده كوونكي دځوابونوترمخ او ياپه هغه ځاى كې چې دپوښتنې په تنه كې ورته لارښوونه شوېده دسم ځواب  لپاره دسمون ( P) نښه (س ) اوياهم له لارښوونې سره سم د(É) نښه ږدي اوكه چېرې غوښتل شوې وه نودناسموترمخ اوياپه هغه ځاى كې چې په تنه كې يې ورته لارښوونه شوېده د(غ) تورى (-) منفي يا(Î)نښه ږدي اوپدې ډول پوښتنه حليږي .
ښايي دغه نښې اوتوري دښوونكي لخوادپوښتنې په تنه كې په بل ډول هم زده كوونكيوته ښوول شوي وي اويادهر ځواب ترمخ دسموالي اوناسموالي دواړه نښې اېښوول شوي اوله زده كوونكيوغوښتنه شوي وي چې دسموالي يادناسموالي پرنښودايره راتاوه كړئ  .
دبېلګې په ډول .
R، Π   :   د۱۳۸۴ ل كال دوږي په ۲۷ مه نېټه په هېوادكې دولسي جرګې ټاكنې وشوې .
زده كوونكيوته داډول غونډله وركول كيږي اودپوښتنې په تنه كې ورته لارښوونه كيږي چې كه غونډله سمه وي نودسموالي اوكه ناسمه وي دناسموالي پرنښه دايره راچاپېره كړى .                                      څرنګه چې پورتنۍ غونډله سمه ده نوكوم زده كوونكي يې چې په حل پوهيږي هغه پر (P) دايره راچاپېروي .
دغه ډول پوښتنې بايد داسې وليكل شي چې هېڅ ډول تتوالى (ابهام) اوګونګتياپكې نه وي اوپه غوڅه توګه سمه ياناسمه وي .
ددغوډول پوښتنوپه جوړونه كې دې له اضافي اشارولكه  هركله ، په بشپړډول ،هېڅ ،تل ،ښايي اوداسې نورو له راوړلوڅخه ډډه وشي او همدارازدې منفي جملې هم نه كارول كيږي ،غونډله بايد لنډه،ساده اومثبته وي اوڅرګنده ماناولري .
سمې اوناسمې پوښتنې دزده كوونكيودځيركتيامالومولوپه موخه جوړيږي اوپه جوړونه كې يې بايدله بشپړې پاملرنې كارواخيستل شي

دسمواوناسمو پوښتنو ګټې
۱ : ددې پوښتنوجوړونه له ښوونكي ښايسته ډېروخت غواړي
۲ : حلول يې په پرتليزډول لږ وخت غواړي
۳ : دلوستونودمنځپانګې بشپړاستازيتوب كوي
۴ : نومرې په اسانۍ وركول كيږي
۵ : دزده كوونكيودځيركتياپه مالومولوكې مرسته كوي
اوداسې نورې ګټې دي چې دټاكنيزوازموينود ټوليزوګټو دڅرګندولو په برخه كې ورباندې رڼااچول شوې .


دسمواوناسموپوښتنونيمګړتياوې
۱ : داډول پوښتنې دسرسري زده كړې او وړتيا ارزونه كوي
۲ : زده كوونكي پراټكل روږدي كوي
۳ : زده كوونكيوته پكې دنقل چانس ډېردى
اوداسې نورې نېمګړتياوې لري .
پكارده چې دغه ډول پوښتنې په هغه ځاى كې وكارووچې دزده كړې دموخيزې پايلې دارزونې لپاره دپوښتنونورډولونه وړ نه وي  اوياهم زموږ موخه داوي چې دتمبلوزده كوونكيودپوهې څرنګوالى و ارزوو .

څوځوابه پوښتنې 
دغه ډول پوښتنې دوې برخې لري چې لومړۍ ته يې تنه اودويمې ته يې دځوابونوبرخه وايي ،لومړۍ برخه ياتنه زده كوونكيوته پوښتنه اولارښوونه وړاندې كوي اودويمه برخه يې دځوابونو(متناوب) په ډول ترې لاندې ليكل كيږي ،پدې برخه كې له وركړل شويوځوابونو څخه يوسم ځواب وي چې زده كوونكي يې بايدپيدا اوغوره كړي .
ددې ډول پوښتنوتنه يا اربرخه يوه پوښتونكي يامنفي غونډله كيداى شي چې په دويمه برخه كې يې په څووركړل شويوغولوونكيو ځوابونو كې يوځواب سم وركړل شوي وي .
ددې پوښتنودويمه برخه دتېرايستونكي يامنحرف په نوم هم ياديږي او موخه يې دوړتيانلرونكيواوهغوزده كوونكيوپېژندنه وي چې سم ځواب نه پېژني .
څوځوابه پوښتنې ډېرډولونه لري خوڅوغوره ډولونه يې دادي .
۱ : ډېرښه ځوابه        ۲ : منفي ځوابه         ۳ : نيمګړى يانابشپړ

 ډېر ښه ځوابه :
دغه ډول پوښتنې دزده كوونكيودغولولوپه موخه كارول كيږي اوله مخې يې ددوى دځيركتياڅرنګوالى مالوميږي ،پدې ډول پوښتنوكې هغه زده كوونكي غوليږي چې لوستونه يې نه وي زده كړي اووخت يې په چټياتو تېركړى وي ،ددې پوښتنوټول ځوابونه سم وي خويوځواب پكې ترټولوډېرسم ياډېرښه وي چې بايد زده كوونكي يې پيدااوغوره كړاى شي .

دډېرښه ځوابه بېلګه
• كوم يودلاندې دركړل شويوموادوڅخه دماشومانودوجود غټوالي لپاره ډېر اړين دى ؟

الف  : پروتين                ب  : وېټامين

ج    : شحميات                          د  : كاربوهايدريت

څرنګه چې په پورتنيوڅلوروځوابونوكې ټول سم دي خوبياهم ترټولو (الف) ډېرسم ځواب دى ،نوزده كوونكي بايد پرې دايره راتاؤكړي .