افغاني سرې میاشتې ټولنې ویلي، چې ۱۶ تنه په سوري زړه ناروغۍ اخته ماشومان یې د درملنې په موخه یو شمېر کورنیو روغتونونو ته ورپېژندلي دي.
یادې ټولنې په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې دغه ماشومان یې تېره ورځ په پلازمېنه کابل کې پنځو روغتونونو ته ورپېژندلي او د درملنې ټول لګښت به یې هم دوی ورکړي.
دا پداسې حال کې ده، چې تېره اونۍ هم یادې ټولنې ۲۳ تنه په یاده ناروغۍ اخته ماشومان د درملنې په موخه شپږو روغتونونو ته وروپېژندل.