تیرو ۲۴ ساعتونو کې د هیواد په بیلابیلو سیمو کې د کرونا ۱۶۰ نوې پېښې ثبت شوې

تیرو ۲۴ ساعتونو کې د هیواد په بیلابیلو سیمو کې د کرونا ۱۶۰ نوې پېښې ثبت شوې


  • 3 کاله دمخه (27/12/2020)
  • کامران احمدزی
  • 1039

 

 

د کرونا پراختیا؛

تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۶۰ نورې مثبتې پېښې ثبت شوي.

عامې روغتیا وزارت خبر ورکوي، چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د هیواد په بیلابیلو سیمو کې د کرونا ویروس ۱۶۰ مثبتې پېښې ثبت شوي.

د دغه وزارت په خبره په همدې موده کې بیا له یاد ویروس څخه ۳۱۹ تنه رغیدلي او ۱۲ هغو یې خپل ژوند له لاسه ورکړی.

دمګړی په ټول هیواد کې شاوخوا ۵۲ زره کسان پر کرونا اخته دي.

روغتیا وزارت له هیوادوالو غوښتنه کړې، چې روغتیایي سپارښتنو ته پاملرنه وکړي، تر څو ددغه ویروس د خپرېدو مخنیوی وشي.