هرات کې ترافیکي پیښه کې ۷ تنه مړه شول

هرات کې ترافیکي پیښه کې ۷ تنه مړه شول


  • 2 مياشتي دمخه (22/12/2020)
  • محمد نسیم ستانکزی
  • 68

د هرات ولایت چارواکي وایي ددغه ولایت د هرات – رباط سنګي لویه لاره کې د ترافیکي پيښې له امله ۷ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی.

د هرات د عامې روغتیا ریاست ویاند وايي تیر ماښام په یاده لویه لاره د یو فیلډر ډوله او ټیلري موټرونو ترمنځ د ټکر له امله ۷ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی.

نوموړی وايي په مړو شویو کې دوه ماشومان، درې میرمنې او دوه نارینه شامل دي چې مړي یې د هرات حوزوي روغتون ته لیږدول شوي دي.

د یادونې وړ ده چې تیره ورځ هم د هرات – پښتون زرغون په لاره د ترافیکي پيښې له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۲ تنه ټپیان شول.