ننګرهار ته د ولسمشر غني سفر او وینا

ننګرهار ته د ولسمشر غني سفر او وینا


  • 3 کاله دمخه (07/01/2021)
  • محمد نسیم ستانکزی
  • 1216

ولسمشر محمد اشرف غني د یو لوړپوړي پلاوي په مشرۍ ننګرهار ولایت ته د سفر په لړ کې د یاد ولایت له اوسیدونکو سره لیدنه کې وویل چې جمهوریت د ټولو افغانانو ګډه پانګه ده او د ساتلو او ثبات لپاره یې د ګډ کاړ اړتیا ده.

له ولسمشر غني سره په دې سفر کې د هغه لومړی مرستیال امرالله صالح، د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب او ځینې نور لوړپوړي چارواکي ملګري وو او وویل افغانانو ته سوله د هوا او اوبو په څیر اړینه ده.

ولسمشر د ننګرهار د والي او اوسیدونکو له نیوکو وروسته چې دغه ولایت ته ډیره پاملرنه نه کیږي د څلور زره ښوونکو بستونه منظور کړل.

د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح هم غونډې ته وویل، چې اوس د افغان دولت د مرکچي پلاوي او طالبانو ترمنځ د مذکراتو بحث ډېر حساس شوی، چې په وینا یې طالبان هڅه کوي له دیني بحثونو ځانونه وباسي او زیاته یې کړه چې طالبانو ته یې شرط دا دی چې مشري د ټاکنو له لارې رامنځ ته شي، د کودتا عصر به نه وي او ټاکنې باید یو اساسي او بنسټیز حق پاتې شي او طالبان له ټاکنو وېرېږي.