هېواد کې د ملکي او نظامي کارکوونکو له معاشونو د تقاعد پیسې ګرځول بند شو

هېواد کې د ملکي او نظامي کارکوونکو له معاشونو د تقاعد پیسې ګرځول بند شو


  • 8 مياشتي دمخه (01/04/2024)
  • سمسور نیوز
  • 354

د سرپرست حکومت د مشرتابه له لوري، ماليې  وزارت ته په استول شوي حکم کې راغلي چې د ۱۴۰۳ مالي کال د حمل له مياشتې د ملکي او نظامي کارکوونکو له معاشونو څخه د تقاعد وضع کېدل بند شوي دي.

په دغه فرمان کې د ماليې له وزارت غوښتل شوي‌ چې د ټولو شته نظامي او ملکي کارکوونکو په اړه معلومات چې په هغو کې د ګومارنې نېټه، د خدمت موده او د تقاعد تر نامه لاندې وضع شوی مبلغ معلوم کړي. 

د راپورونو له مخې د ماليې وزارت يوې سرچينې هم د دغه فرمان پخلی کړی او ویلي، د دې حکم له مخې له دې وروسته تقاعد نشته. 

ماليې وزارت کې يادې سرچينې زیاته کړې، د هغو کسانو چې پخوا ترې تقاعد ګرځول شوی موضوع جلا ده او په اړه یې تراوسه حکم نه دی شوی. 

سرچینه زیاتوي چې دغه مکتوب په رسمي ډول مالیې وزارت ته رسېدلی دی.

افغانستان کې د تقاعد عمر ۶۵ کاله دی او يا دا چې بايد یو کس ۴۰ کلنه کاري موده بشپړه کړې وي.