سمسور نیوز (۱۴وری۱۴۰۲) سرپرست حکومت وایي، د تېرو کلونو او تجربو پرتله په افغانستان کې داعش ډله په پشپړ ډول کنټرول او لمن یې ورټوله شوې ده.
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد له ملي ټلوېزیون سره په مرکه کې زیاته کړې، دا ډله په افغانستان کې په پټ ډول بریدونه کوي او په خبره یې، دا یوازې "یوه سلنه"ستونزه ده.
مجاهد په افغانستان کې د داعش د شتون او فعالیتونو په اړه د ځینو هېوادونو ادعاوې یوازې تبلیغات بللي او په وینا یې، دغه هېوادونه د داعش د حضور په غټ ښودلو سره هڅه کوي چې د "نظام او افغانستان د خلکو" پر ضد ناوړه ګټه پورته کړي.
نوموړی یادې څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې دوه ورځې مخکې د روسیې په مشرۍ د ډلهییز امنیت تړون یو ځل بیا له افغانستانه د ترهګرۍ ګواښونو په اړه اندېښنه ښودلې وه.