وروسته له هغې چې ا، ا د ښځینه سینګارتونونو د بندېدو پرېکړه وکړه، یو شمېر ښځو نن په کابل ښار کې د دغې پرېکړې په غبرګون کې لاریون کړی دی.
لاریون کوونکو ښځو د ا، ا دغه پرېکړه غندلې او دا یې د نه منلو بللې ده.
دغه ښځې، چې په د کابل په نوي ښار کې د سینکارځایونو مخته راټولې شوې وې، د کار، ډوډۍ او عدالت شعارونه یې ورکول.
په همدې حال کې د ټولنیزو رسنیو په خپرو شویو ویډیو ګانو کې لیدل کېږي، چې امنیتي کسانو د دغه لاریون مخه نیولې ده.
ا، ا څه موده وړاندې پرېکړه وکړه، چې د ښځو د سینګار سالونونه باید د زمري میاشتې تر درېیمې پورې وتړل شي.