د آزادو مبارزاتو لوبغاړی او د UFC اتل پر یوې هندۍ مېرمنې جنسي تېری کړی دی.
د اسوشېيټېډ پرس د راپور له مخې؛ په ایرلنډ کې یوې محکمې مک ګرېګور د نېکېتا په نوم پر یوې هندۍ مېرمنې د جنسي تېرې له امله ۲۰۰ زره یورو جریمه کړی دی.
د نېکېتا په خبره چې ګرېګور په ۲۰۱۸ کال کې د کرېسمس د مراسمو پر مهال نوموړې یو هوټل ته بللې وه او جنسي تېری یې پرې کړی ؤ.
خو ګرېګور د یادې مېرمنې دا ادعا بېځایه بللې ده.