د پاکستان کرکټ ملي لوبډله راتلونکي نړیوال جام ته د چمتووالي په موخه د دغه هېواد له پوځ سره ګډ تمرينات پيلوي.
د راپورونو له مخې، دا تمرينات د فېټنس په موخه ترسره کېږي، چې د اېبټ آباد په کاکول پوځي اډه کې به دوه اوونۍ دوام وکړي.
د يادونې وړ ده، چې پاکستانۍ لوبډلې تر دې وړاندې هم له پوځ سره په ګډه ځیني تمرينات ترسره کړي وو.
په ورته وخت کې د پاکستان بورډ تازه د محمد عامر او عماد وسيم په ګډون د ۲۹ تنو هغو لوبغاړو نوملړ اعلان کړ، چې په دې تمرينات کمپ کې به ګډون کوي.
عامر او وسيم دواړو له نړیوالو لوبو مخه ښه کړې وه؛ خو د پاکستاني بورډ په غوښتنه یې خپلې پرېکړې بېرته واخيستې.
دا په داسې حال کې ده، چې پاکستانۍ لوبډلې په تېر نړیوال جام کې د افغانستان په ګډون له ډېرو لوبډلو سختې ماتې وخوړلې.