هېواد کې پر خوارځواکۍ د اخته ماشومانو شمېر ډېر شوی

هېواد کې پر خوارځواکۍ د اخته ماشومانو شمېر ډېر شوی


  • 5 مياشتي دمخه (23/04/2024)
  • سمسور نیوز
  • 287

ملګرو ملتونو ویلي، وروستیو سېلابونو د هغو افغانانو شمېر ډېر کړی چې د خوراکي موادو له کمښت سره مخ دي او په دې ډله کې ماشومان تر ټولو ډېر اغېزمن دي.

د خوړو نړیوال پروګرام وايي، په تېره یوه میاشت کې شاوخوا څلور واره سخت سېلابونه راووتل چې ډېر شمېر کورنۍ یې په څو ولایتونو کې زیانمنې کړې.

یاد سازمان ویلي چې که څه هم دوی له یو شمېر زیانمنو سره مرستې کړي، خو په وینا یې دا مرستې کافي نه دي ځکه د سږ کال په لومړو څلورو میاشتو کې له هرو درېیو کسانو یو د خوراکي توکو له سخت کمښت سره مخ دی. 

ډبلیو اف پي وایي چې د همدې شمېرو له مخې د افغانستان نږدې ۱۶ میلیونه وګړي کافي خواړه نه لري.

یاد سازمان وایي چې په دې ډله کې څلور میلیونه کسان له سختې خوارځواکۍ سره لاس او ګرېوان دي او د دې شمېر یوه لویه برخه ۳،۲میلیونه ماشومان دي.

د یادونې ده چې تر دې وړاندې یاد سازمان ویلي وو چې د مرستو په برخه کې د بوجې له کمښت سره مخ دي.