سمسور نیوز (۱۶لړم۱۴۰۱) د رييسالوزرا د اقتصادي مرستیال مطبوعاتي دفتر وايي، په کابل ښار کې یې شاوخوا ۱۶ زره سوالګر راټول کړي دي.
سرچینې ویلي، تر اوسه په کابل کې ۱۵زره، ۸۳۸ سوالګر راټول شوي چې په هغو کې تر نههنیم زرو زیاتې یې ښځې دي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، په راټولو شویو سوالګرو کې مسلکي او اړمن کسان سره بېل شوي دي.
له کابل ښاره د سوالګرو د راټولولو کمپاین د ا ا د مشر ملا هبت الله اخندزاده په فرمان پيل شوی او لا هم دوام لري.