د احصایې او معلوماتو ملي اداره وايي، سږ کال ۴،۸۳ میلیونه مټریک ټنه غنم تولید شوي، چې د تېر کال په پرتله ۱۰ زیاتوالی ښیي.
دې ادارې نن په یوه خبرپاڼه کې لېکلي، دا تولیدات له ابي او للمي ځمکو څخه ترلاسه شوي، چې له جملې یې ۱،۳۸ میلیونه هکټاره له ابي او پاتې ۷۳۶ زره هکټاره له للمي ځمکې څځه لاسته راغلي دي.
خبرپاڼه زیاتوي چې، د ابي ځمکې تر ټولو ډېر غنم په کندهار، هلمند، فراه او کندوز ولایتونو او د للمي ځمکو تر ټولو ډېره برخه په هرات، تخار، بادغیس او فاریاب ولایتونو کې کرل شوي دي.
د یادې ادارې د معلوماتو پر اساس، افغانستان سږ کال د سرشمېرنې له مخي ۶،۸۳ میلیونه مټریک ټنو غنمو ته اړتیا لري، چې پاتې دوه میلیونه مټریک ټنه یې له بهرنیو هېوادونو څخه هېواد ته راواردېږي.