سرپرست حکومت: د رسمیت پېژندلو په برخه کې مو تر تولو ستر خنډ امریکا ده

سرپرست حکومت: د رسمیت پېژندلو په برخه کې مو تر تولو ستر خنډ امریکا ده


  • 2 کاله دمخه (19/06/2022)
  • سمیر احمد
  • 787

سمسور (۲۹غبرګولی۱۴۰۱) د سرپرست حکومت ویاند «ذبیح الله مجاهد» وايي، چې د هغه په باور د دوی د حکومت د رسمیت پېژندنې په برخه کې ستر خنډ امریکا ده.

مجاهد د یوه ګروپ له لارې خبریالانو ته ویلي چې امریکا نه پرېږدي نور هېوادونه د دوی حکومت په رسمیت وپېژني او په وینا یې چې پخپله امریکا هم په دې برخه کې کوم اقدام نه دی کړی.  

دغه ویاند دا هم ویلي چې اوسمهال له امریکا سره جګړه پایته رسېدلې او د دوی حکومت د ټولې نړۍ له هېوادونو سره سیاسي تعامل ته تیار دی.

هغه ادعا کړې، چې د دیپلوماتیک رسمیت پېژندلو لپاره د طالبانو حکومت ټول شرایط پوره کړي او له نړۍ یې غوښتي چې شکایتونه په رسمي توګه له دوی سره ثبت کړي.

د یادونې ده، چې د امریکا په ګډون د نړۍ ټولو هېوادونو سرپرست حکومت ته خپل شرایط په مخکې اېښي دي، چې یو له هغو یې په افغانستان کې بشري حقونو او د بیان آزادۍ ته بشپړ درناوی دی.