ښځینه امریکایي سناتورانې: د افغان مېرنو د خوندیتوب طرحه دې جوړه شي

ښځینه امریکایي سناتورانې: د افغان مېرنو د خوندیتوب طرحه دې جوړه شي


  • 3 کاله دمخه (05/11/2021)
  • سمسور نیوز
  • 1271

د امریکا د سنا مجلس ښځینه غړو د دغه هېواد ولسمشر جو بایډن ته د یوه لیک په استولو سره د افغان میرمنو او نجونو د ساتنې غوښتنه کړې ده. 

دغه لیک چې د سنا د ټولو جمهوري غوښتونکو او دیموکراتو ښځینه غړو له خوا لاسلیک شوی، د بایډن له حکومت څخه د داسې یوه پلان د جووړیدو غوښتنه شوې چې له مخې یې د افغان میرمنو او نجونو سیاسي، اقتصادي، اجتماعي او اساسي بشري حقونه خوندي وساتل شي. 

ښځینه امریکایي سناتورانو په لیک کې څرګنده کړې، چې له افغانستان سره د امریکا د تعامل په بندیدو سره د افغان نجونو او میرمنو لاسته راوړنې له خطر سره مخ شوي دي. په لیک کې ویل شوي، افغان میرمنو لوړې زده کړي کړي، له کاري ځواک سره یوځای شوي او د افغانستان د عامه خدماتو برخه شمیرل کیږي.

د امریکا د سنا مجلس ښځینه غړو ویلي دي چې ددغو هڅو د ملاتړ او بریالي کیدو لپاره به له حکومت سره د قانون جوړونې او تعامل په کولو سره ملاتړ وکړي. 

د لیک په پای کې ښځینه امریکایي سناتورانو ویلي، افغان میرمنې او نجونې د هغوی اقدام ته ضرورت لري.

د امریکا د سنا مجلس ښځینه غړي په داسې حال کې د افغان میرمنو او نجونو د حقونو د خوندیتوب غوښتنه کوي چې طالبانو د افغانستان په یو شمیر برخو کې ابتدایه مکاتبو ته د نجونو د تګ اجازه ورکړې خو د متوسطه او عالي لیسې زده کوونکي دا اجازه نه‌لري. 

له بلې خوا بیا طالبانو ویلي دي، چې په دې برخه کې پرمختګونه شوي دي.