( لمپاكا-لمغان )
لغمان د افغانستان د نورو ولايتونو په څېر يو مهم ولايت دى چې اوږد تاريخ لري. د پخوانيو او زړو متونو له مخې د لغمان لرغونى نوم "لمپاكا" دى او د ګندهارا له هغو مهمو ښارونو څخه يو دى چې ټكسلا نه (تكزيلا) را واخله تر پېښوره او بيا تر كاپيسا او باميانو پورې به پرې تګ او راتګ كېده گ
هغه مهم ښار چې په دغه لويه لاره اباد وو "نيكايه" يا "مينسه" په نوم ياديده. د لرغونپوهانو د څېړنې له مخې د دغه ښار بنسټ هغه مهال د سكندر له خوا كېښودل شو چې نوموړى د افغانستان د شمالي سيمو د نيولو نه وروسته دوهم ځل د هندوكش جنوب د پنجشير د سيند په اوږدو كې له كاپيسا نه د نجراو او تګاو له لارې "لمپاكا" يعنې لغمان ته راورسيد. د لغمان ولايت د ختيزو سيمو په لاره كې د يوناني سكندر له پاره د پام وړ وو. نوځكه يې د "مندوړ" او چارباغ تر مينځ كرغيو ته نږدې د "نيكا" په نوم ښار ودان كړ. يوناني سكندر د بري په موخه خپل پوځ په دوه برخو ووېشه چې يوه برخه يې له لغمانه دده په مشرۍ د كنړ له لارې د سوات په لور او دلښكرو دويمه برخه يې د جنرال "پرويكاس" او "هغستيون" په مشرتابه د كابل او لغمان سيند د جنوب اړخ لورته ترخيبردرې پورې پرمخ لاړ چې په پاى كې د سكندر ټول ځواكونه په "اندس" يعنې دسيند رود په برخه كې يو ځاى شول.
د لغمان دلرغونتوب يوه بله مهمه بېلګه دا ده چې د لغمان د پلازمېنې نه ښايي د درې ميلو په واټن لويديز لور كرغيو ته نږدې د "شله ټك" د غره په لمنه كې هغه كښل شوي ډبر ليكونه چې په 1348 لېږديز لمريز كال تر سترګو شول ددغو ډبرليكونو له"ارامي" ليكدود نه دا ډاګيزه كيږي چې د" اشوكا" د مهال په واكمنۍ كې ښايي كښل شوي وي نو ځكه خو دغه ليكدود دهغه مهال يو ټاكلى زمان په ګوته كوي.
دغه دوه ډبر ليكونه چې د يوه ډبر ليك په څلورمه كرښه كې د" لمكان جټي1 … Lemekan.Jati " نوم ګورو له دې څخه دې پاېلې ته رسيږو چې لمكان (وروسته لمغان) داوسني لغمان لرغونى نوم دى. كه څه هم له دې نه دمخه د لمپاكا په نوم يادېده گ
اشوكا (د بندو سارا زوى او د چندراګوپتا لمسى) د موريا د كورنۍ دريم واكمن وو چې له هندوستان نه راواخله تر ارغنداب پورې ځمكې يې لاندې كړې وې. د اشوكا ډبرليكونه هغه وخت مشهور شول چې لرغونپوه پوهاند"مارګستن Margestun"د لويديزې نړۍ كارپوهانو ته وروپېژندل. چې وروسته بيا په دې برخه كې"پركلند Perclaned" او"التهم Altham" هم په څېړنو او ژباړنو لاس پورې كړ.
په 1949 زيږدي كال د پوهاند"هنيګ" په زيار او نوښت د اشوكا په"ارامي" ډبرليك چې په لغمان كې تر لاسه شوى وو په دې اړه يوه اوږده او هر اړخيزه مقاله وليكله شوه چې د لرغونپوهانو له پاره ډېره د پام وړ وګرزېده گ
څرنګه چې اشوكا يو روحاني شخصيت وو تل به يې د ټولنې اخلاقي اړخ ته پاملرنه كوله نوځكه به يې دا ډول ډبرليكونه كښل او په داسې يو ځاى كې به يې دا كار كاوو چې د هرليدونكي پام به ورته را ګرزېده گ
له لغمان نه سر بېره دا ډول ليكنې او انځورونه په كندهار، ننګرهار (درونټه) او ټكسلا كې هم چې ورته بڼه لري كښل شوي دي گ
مشهور څېړونكي او تاريخپوه" بيلو"* وايي په هغه مهال به هندوانو ګندهارا ته د "شمال جنت" وايه خو د بده مرغه چې د چنګېز د تاړاكونو له بابته هغه ډبرين ښارونه چې د اوسني مهال د خټينو خښتو په ځاى ډبرينې خښتې پكې كارول شوې وې (او هم هغه انځورونه او تصويرونه چې پكې ايستل شوي وو او ځانګړى ارزښت يې درلود) له مينځه لاړل گ د ګندهارا اوسيدونكو هندوانو ته چې يو مشهور ټاټوبى يې لغمان وو كه له يوې خوا دغه سيمه د طبعي ښكلا له بابته په زړه پورې وه خو له بلې خوا ورته د مذهبي دودونو له كبله هم د پام وړ وه گ
د بېلګې په توګه په لغمان كې د كندنو له مخې كوم اثار چې د بوديزم او برهمنيزم د مذهبونو په اړه تر لاسه شوي د ډېر ارزښت وړ وو نو ځكه يې د دې دوه لاملونو له پلوه ګندهارا د" شمال جنت" وګانه.
دمخه مو يادونه وكړه چې لغمان په يوه لويه لار پروت ولايت دى او په لرغونې زمانه كې هم له سكندر را واخله تر ګوډ تېموره پورې تيري كوونكي دغې سېمې ته راغلي دي. د تېمور په اړه ويل كيږي چې د پنجشير له لارې د لغمان اليشنګ ته راغلى و او غوښته يې چې د لغمان نورستان (بلورستان) ته ځان ورسوي خو نورستان ته په لاره كې يې لس زره سر تيري له مينځه لاړل نو بيا يې د نورستان دسيند په غاړه د اليشنګ په ناجل كې يوه كلا ودانه كړه چې اوس هم د تېمور كلا په نوم ياديږي گ
ګوډ تېمور ځكه په ډېرې چټكۍ هغه مهال خپل ځواكونه تر شا كړل چې سرتيرو يې په هغو غرونو اوګړنګونو كې جګړه ونشوه كولاى او هره ګړۍ له مينځه تلل نو غوره يې وګڼله چې له دغه سيمې نه پښې سپكې كړي. نوموړي د كټور په دره كې هم يو ډبر ليك كښلى دى چې دده د تيري نښه يې ګڼلاى شو گ
دارنګه د لغمان په اليشنګ دره كې د امير حبيب اله خان په مهال يو ډبرليك چې د تاريخ نه دمخه پېر پورې اړه لري تر سترګو شوى و چې پخپله امير هم دهغې كتيبې د ليدلو له پاره ورغلى وو چې عكس يې بيا د مارچ 25نېټه (1917 م ) چې د وري له پنځمې (1296 ش) سره برابره وه د سراج الاخبار په خپرونه كې خپور شو گ
كومې انځور شوې كرښې چې په دغه ډبر ليك كې ګورو ښايي چې5000 كاله دمخه د پخوانۍ ډبرې پېر پورې اړه ولري گ څيړونكي په دې اند دي چې دغه كښل شوې او انځور شوې كرښې له هغو كرښو سره ورته دي چې د سمنګانو په شپاړس (16) كيلو متري كې تر سترګو شوي دي.
د تېرې خبرې په ټينګار نه يوازى د ګوډ تېمور لښكرې نورستان ته نه دي رسېدلي بلكې د سكندر پوځونه هم نورستان ته په لاره كې په ګونډو شول دا ځكه چې د نورستان طبعي او جغرافيوي جوړښت داسې دى چې هېڅ بهرني پوځ نه دى ايل كړى گ
څېړونكو دا منلې چې د سكندر پوځونه بلورستان ته نه دي رسېدلي خو هغه وخت چې سكندر لغمان ته ورسېد لكه د مخه مو چې وويل كرغيو ته نږدې يې يو ښار ودان كړ او دغه ښار چې " نيكا Naica " نوميده هغه ښار ته نږدې وو چې د" نيسا Naisa " په نامه يادېده چې دغه ښارد شرابو د ښار په نوم مشهور شو او مذهبي ارزښت يې هم د پام وړ وو. وايي چې دغه ښار هغه ځاى ته نږدې وو چېرته چې د الينګار او اليشنګ دواړه سيندونه يوځاى كيږي.
ځنې څېړونكي وايي چې د "نيسايا" ښار د كونړ په چغسراى كې ودان وو او هغه ځاى ته نږدې وو چې د اسمار او پېچ سيندونه سره يو ځاى شوي دي گ ولې ځنې لرغونپوهان وايي چې دغه ښار د ننګرهار په اډه نومي ځاى كې اباد وو. "موسيو فوشه" په دې اند دى چې د "نيسه" ښار په كوزني لغمان كې چېرته چې د الينګار او كابل سيندونه سره يو ځاى شوي دي ودان وو چې د ښار د ساتونكي نوم "ديو نيسه Diwnaisah " وو چې په تاريخ كې "ديونيزوس Diwnaisyus " هم راغلى دى. په لرغونو تاريخونو كې د الينګار او اليشنګ يادونه ډېره شوې ده اّن په ويدي سرودونو كې هم د هغو لسو اريايي ټبرونو د نومونو په لړ كې چې د راوي (پنجاب) د رود په غاړه سره نښتي وو يادونه كړې. دا ټبرونه الينا (الينګار او اليشنګ)، بهالانه (د بولان د درې خلك)، شيوا (د سيند غاړې خلك)، پورو (د ګندهارا شاوخوا خلك)، انو پكتيه (دپښتنو ټبر) او نور و. ولې ځنې د بلورستان خلك هم الينا بولي. يونانيانو ځنې ميتولوژيكي پېښې له يونان نه افغانستان ته راوړي دي لكه چې د "پرومته Promatah " زندان يې د هندوكش په يوه سمڅه كې انځور كړى دى. ولې پخوا تر دې چې (د بېلګې په توګه د يونيزوس) يونانيان خپلې استورې افغانستان ته راوړي زموږ په هېواد كې د" مهشوارا Mahshwara " په نوم د نمانځنې (رب النوع) استوره وه چې د لوړو غرونو ساتونكى يې باله. نو ويلاى شو چې "ديونيزوس" د شرابو يوناني رب النوع نه وو بلكې دا هماغه " مهشوارا" د غرونو ساتونكى دى چې د غرونو په سرونو يې انځورونه تر سترګو شوي دي.
ما د بريتانيا په موزيم كې يو لوښى وليد چې د دوه اتلانو څېرې په كې انځور شوي دي چې ځنې يې د "هركول Harcul" او ديونيزوس بولي او ځنې يې بيا د اريايې او يوناني "ديونيزوس" ګڼي چې دا لوښى د افغانستان له بدخشان څخه تر لاسه شوى دى.
هره خبره چې وي وي به خو كله چې سكندردلته را ورسېد ددې ښكلي ښار پاچا" بكوس Bacuse" چې د شرابو رب النوع وو له نوموړي سره وليدل او غوښتنه يې ترې وكړه چې ددې ښار د اوسېدونكو ازادي ته درناوى وكړي گ
سكندر بيا د"بكوس" غوښتنه او وړانديز ومانه نو ځكه يې د تيري نه لاس واخست … هغه مهال چې د سكندر پوځونه د لغمان له دغې سېمې نه په دوه بدخو وويشل شول چې يو شمېر يې د سكندر په مشرۍ د كونړ له لارې سوات ته او بله ډله د خيبر له لارې روانه شوه. دا دواړه ډلې په اټك كې يوځاى شوې او د ټكسلا پاچا" امبي"1 ته يې ځواب ولېږه گ هغه هم له سكندر سره روغه جوړه وكړه خو د لغمان2 د واكمن په څېر يې خپل وړانديز ورغبرګ كړ.
ځنې څېړونكي د لغمان د لرغونتوب په اړه دا خبره هم كوي چې نوموړى ولايت د افغانستان د ځنو نورو سيمو او ولايتونو په څېرد هندوكش د لرغوني تهذيب له وارثانو څخه دى چې په دوي كې خنجان، اندراب، شتل، سالنګ، پنجشير، نجراو، تګاو، كاپيسا، لغمان، كټور، نورستان، چترال، سوات، باجوړ، د پامير د غره په لمنه كې مېشت اوسيدونكي او نور د بېلګې په توګه يادولاى شو گ
سكندر چې كله هندوكش ته راورسيد د غرونو دا لړۍ يې د نړۍ پاى وګاڼه او دايې" قفقاز"د هندي قفقاز په صفت" كوكاكوس انديكوس " وباله چې دهندوكش اوسنې نوم هم"انديكس" نه مينځته راغلى دى گ
د هيوان څنګ له څېړنو نه ډاګيزه شوې چې د اومې زيږدي پېړۍ په نيمايي كې له كاپيسا او باګرام نه نيولې تر لغمان او ننګرهار پورې ددې سيمو اوسيدونكو د برهمنيانو د دودونو په رڼا كې خپل ځانونه په ايرو لړل او دا كار دكابل برهمن شاهانو هم كاوو خو د صفاريانو د ګواښنې له بابته د هېواد جنوبي سيمې له دغو پېروانو او پلويانو څخه پاكې شوې او د غزنويانو په مهال كې له لغمان او جلال اباد څخه هم د دغه دود لمن ټوله شوه گ نوموړى وايي : "زه چې 630 زيږدي كال په دوبي د پنجشير د رود په غاړه ننګرهار ته تلم د كابل او پنجشير د رود په ګډونځي چې ور تير شوم د كيڼ لاس خواته مې د لمپاكا (اوسنى لغمان) ولايت وو. تر لمپاكا چې ور تير شوم "نګاراهاراى" (ننګرهار) ته ورسيدم. (وګورۍ دكابل د مجلې دريم كال 5 ګڼه 86 مخ )
كله چې د تګين كورنۍ الپتګين غزني ونيو اود"لويكانو" كورنۍ يې تر شا كړه نوموړى يوكال په غزني او زابلستان كې واكمن وو. دده له مړينې وروسته بيا غزني او ګردېز پاچا"لويك" د كابل شاه د زوى په مرسته تېرى وكړ خو دسبګتګين له لاسه يې ماته وخوړه. سبګتګين پوه شو چې دپښتنو پاچا لويك سره د ده جګړه پاى نه لري نو دخپلې اوښيارۍ له كبله يې له پښتنو سره خېښي او خپلوي وكړه او ځان يې د هغوي زوم كړ. بيا نو د پښتنو په مرسته يې بست، زمينداور، تخارستان، غور، باميان او زابل ونيو او همدارنګه د كابل د رود په غاړه د لغمان په سيمه كې د"جيپال" له لښكرو سره مقابله وكړه او د هغه سل زره لښكر يې د پښتنو په زور مات كړ او تر پېښوره پورې ځمكې يې لاندې كړې گ
په دې اړوند نامتو تاريخپوه عتبي او ابن اثير هم كاږلي دي چې غلجي پښتنو له نوموړي سره ډېره مرسته وكړه او دده ملګري شول.
هغه وخت چې سلطان حميد لودي د ملتان واكمن وو نو له لغمان نه ترملتانه دا ټولې ځمكې د ده په واك كې وې. د نوموړي د واكمنۍ هغه لورى چې تر لغمانه پروت وو په"حدود العالم" كې داسې راغلى دى: "دا هغه سيمه وه چې د "لمغان" د سيند په غاړه پرته وه، لمغان يو ودان هېواد وو، د سوداګرۍ چارې په كې پرمختللې وې او ډېر سوداګر په دغه ښار كې مېشت او استوګن وو. ډېرو او سېدونكو لمغانانو به بوتانو ته عبادت كاوو. په لمپاكا كې ډېرې وريځې كيږي هوايې نرمه او پسته ده گ له ساز او اواز سره مينه لري، اوښياران او تېز فكره خلك دي."
دكابل مجلې 5 كال 6ګڼه كې هم د لغمان ولايت په اړه داسې لولو :"ددې سيمې ځنې برخې په هغه مهال كې د كاپيسا د پاچا تر لاس لاندې وې چې جنوب ختيز ته يې د ننګرهار لوى ښار پروت دى." (هماغه ګڼه 79 مخ)
دارنګه يوځل بيا د حدودالعالم يادونه كوو چې د لغمان په اړه يې ليكلي دي:"دينور لمغان د سين پر دابله غاړه د لمغان د ښار په برابر يو بل ودان ښار وو چې د خراسان سوداګر هلته اوسېدل" (حدودالعالم 46 مخ)
د اسلام د سپېڅلي دين له خپرېدو نه وروسته لغمان (پخواني نومونه لمغان او لمپاكا) هغه اوسنى نوم دى چې د لرغونو نومونو په ځاى اوس په همدغه نوم ياديږي. يوه ښېرازه غوړېدلې سېمه ده چې له پخوا نه اباده او سمسوره وه. هغه كډوال چې د هېواد له بېلابېلو سېمو څخه را كډه شوي دي يو شمېر ډېر د بېلابېلو قومونو او توكمونو خيلو نه په لغمان كې ودان دي د اوسنيو سر شمېرنو له مخې په سلو كې 73 پښتانه، په سلو كې 14 نورستاني (كه څه هم اوس نورستان مستقل ولايت دى) په سلو كې 12 پشه يي (شاړي)، همدارنګه نور وروڼه قومونه لكه تاجك، عرب، هندوان، ګوجر، سادات او نور ددې ولايت اوسېدنكي دي. پلازمېنه يې د مهترلام ښار دى او مهمې ولسوالۍ يې الينګار، اليشنګ، قرغه يي او دولت شاه نوميږي.
دلغمان دا يادې شوې اولسوالۍ ځكه مشهورې دي چې د سكندر پوځونه كرغيو ته نږدې په يوه ودان ښار كې پراته وو. (الينا) لكه څنګه چې يې دمخه يادونه وشوه د اّريايي لسو قبيلو څخه يوه قبيله وه چې په الينګار، اليشنګ، نورستان او د لغمان په نورو سېمو كې استوګن وو چې اوس يې هم په يوه وروستاړي ( ګار- شنګ ) د" الينا" لرغونى نوم خوندي كړى دى. دا رنګه د لغمان د پلازمېنې مهترلمك (مهترلام) په اړه هم ويل كيږي چې پخپله هيوان څنګ هم د اګست په 15 نېټه په (630 زيږدي) كې د كاپيسا له لارې نه دې ځايته رسېدلى دى. ده ته ډاګيزه شوه چې دلته د لسوتيګو (ډبرو) په شاوخوا كې عبادت ځايونه جوړ وو چې د سيمې نوم يې"لان پو" (چې په سنسګرت كې لمپاكا) و. دلته دوه ډبر ليكونه هم وو چې د يوه ډبر ليك په درېمه كرښه كې د"لمك" تورى كښل شوى وو. ښايي چې دغه د مهترلمك او يا مهترلام نوم وي او يا دا چې"مهترلام" نوم دى او"لمك" (لمكان=لمغان =لغمان =لمپاكا) يې تخلص دى چې په زړو متونو كې لمك =لمكان د اوسني لغمان لرغونى نوم دى.
ځنې په دې اند دي چې لمك د لغمان لرغونى نوم دى او"مهتر" د مشر په مانا دى."مهتر لمك" يانې د لغمان مشر يا پاچا.
پوهاند كاكړ د افغانستان نامتو تاريخپوه څرګنده كړې ده چې"لام" په پشه يي كې كلي ته وايي نو مهترلام ياتې لوى كلى.
" د مهترلمك زيارت د محمود غزنوي په عصر كې جوړ شوى دى… تر دې د مخه د ويدي په سندرو كې چې تقريبا 14 سوه كاله تر ميلاد د مخه د اريايي روحانيونو او شعراوو له خوا جوړ شوي دي، د لغمان نوم د"لامهك" په شكل ذكر شوى دى" (سر محقق عبدالله جان بختانى، ژبڅېړنه، 210 او 211مخونه)
داسې روايتونه هم شته چې هغه مهال لغمان په لر او بر وېشل شوى و. كوزنۍ برخې ته يې" بهالانا" ويلې او برنۍ برخې ته يې"لامهكا". د لامهكا اوسنى نوم لعمان او د بهالانا اوسنى نوم"بولان" دى چې د كرغيو ولسوالۍ پورې اړه لري.
ښايي دا خبره هم د حقيقت نه لريگ نه وي چې پر دې خاوره به دا دوه توكمه اباد وو. او يا به دا دوه ورونه وو چې ټبر يې وروسته په همدغو نومونو ياد شوى دى.
سمنګان (سمنجان)
د"حدودالعالم من المشرق الى المغرب" نوم وركي ليكوال (په 372 هـ كال يې دغه د جغرافيې مهم كتاب كښلى دى) د سمنګانو (چې ايبك يې هم بولي) په اړه پخپل دغه كتاب كې ليكلي دي: "د غرونو په مينځ كې پروت هغه ښكلى ښار چې كوټې يې له سپينو تيګو څخه (لكه رخام) كندل شوي او جوړې شوي دي او هغه هم د بتكدو په بڼه چې د مجلس او بنډار په حالت كې تر سترګو كيږي دپام وړ دي … "
دپلخمري او تاشقرغان د لارې په اوږدو كې د ايبك په نوم هغه ښايسته او غوړېدلې سيمه چې لرغونى نوم يې سمنګان يا سمنجان دى د افعانستان له هغو مهمو ولايتو څخه ګڼل كيږي چې اوږد تاريخ لري گ
هغه وروستۍ كندنې او څېړنې چې د سمنګانو (ايبك) په سيمه كې د امريكايي لرغونپوه ډاكتر"كارلنتن كون Dr Carlantun cune " په زيار ترسره شوي په ډاګه كړې ده چې د ايبكو د غرونو په لړكې د"قره كمرغار\" جغرافيوي جوړښت نه ښكاري چې له زيږد نه 30 او 50 زره كاله پخوا د ژوند نښې نښانې چې لومړي ډبريز پېر پورې اړه لري يو څرګند ثبوت دى.
له بلې خوا څنګه چې ګورو سمنګان د غوري، بغولانګو، خلم او بلخ تر مينځ پروت دى نو له دې بابته ځانګړى ارزښت يې هم د پام وړ دى او لا كله چې د سرخ كوتل كندنې پيل شوې د لرغونپوهانو پام نور هم دې سيمې ته راوګرزېد گ
تقويم البلدان په دې اړه كاږلي دي:"سمنجان (سمنګان) د تخار هغه مهم ښار دى چې د بلخ هغه بل اړخ ته پروت دى گ انګليسي"ميجر بات" لومړى لرغونپوه وو چې د ايبكو يا سمنګانو د بودايي توكو (په ځانګړي ډول د تخت رستم) په هكله يې په 1888 كال د"شمالي افغانستان" په نوم يو كتاب وكېښ. له دې سربېره د بودايي كلتور او فرهنګ په اړه چې د لرغونپوهانو كوم پام دا ډول سېموته واووښت هغه د دغو سېمو جغرافيوي جوړښت وو چې د بودايي توكو د جوړولو له پاره ګټور وو چې باميان او د هندوستان "اجانتا" د بېلګې په توګه يادولاى شو.
د سمنګانو سيمه هم د دا ډول ګړنګونو او كمرونو درلودونكې وه نوځكه خو يو شمېر تاريخپوهانو دغې سېمې ته پاملرنه وكړه. ځنې سمڅې يې وپلټلې او هم يې ځنې ځايونه وكندل چې د ګندهارا د تمدن د نورو ښارونو سره يې ورته بڼه درلوده گ د "تخت رستم" طبعي او جغرافيوي جوړښت هم دا وړتيا درلوده نو ځكه د كندنو په لړ كې ددې سيمې (د تخت رستم مشهوره بودايي استوپه چې 85 متره چاپېريال لري) ارزښت په ګوته شو چې بيا يې په استوپه كې دننه ځنې يادګارونه وموندل او پخپله دا له ډبرينې تنې څخه جوړې شوې او د يادګار په څېر يوه كوچنۍ كوټه هم پخپله د استوپې له ډبرې څخه د تخت په هسكه برخه كې توږل شوې ده ښكاري. فرانسوي لرغونپوه "موسيو فوشه" په دې اند دى چې د كوچنۍ كوټې له كندنو څخه وروسته د استوپې جوړولو كار د ناڅرګند دليل له مخې ټال شوى دى او پايته نه دى رسېدلى… "
له دې سر بېره سمنګانو ته نږدې د"رباطك" په نوم هم يوه بله سيمه چې تاريخي ارزښت لري د كوشانيانو په مهال اباده شوې ده. د ايبكو جنوب ته د "زندان" په دره كې ځنې سمڅې ابادې شوي چې يوه برخه د "هزارسم" په نوم ياديږي او ځانګړى ارزښت لري. په دې برخه كې بيا يو ايټالوي لرغونپوه چې له تاريخ نه د مخه پېر په اړه يو اكاډميك كارپوه وو ګټور كار تر سره كړى دى. د "هزار سم" د سمڅې په 16 كيلومتري كې د سمنګانو لويديز پلوته له تاريخ نه د پخوا پېر ځنې توكي د لرغونپوهانو په اند په دغه سيمه كې وجود لري. د سمڅو په ډبرينو ديوالونو ځنې كرښې او انځورونه كښل شوي دي گ لرغونپوهانو دا ډاګيزه كړې ده كه له يوې خوا دغه انځورونه له تاريخ نه دمخه لوېديزې اروپا له يو شمېر (هسپانيا، ايټاليا، سويس او ايرلينډ ) هېوادونو سره د پرتلې وړ دي خو له بلې خوا دلغمان ولايت (د مخه ورته اشاره شوې ده) له هغو لرغونو انځورنو سره ورته دي چې د هغه مهال يو پرمختللى فرهنګ په ګوته كوي. ښايي چې د لغمان كښل شوي انځورونه له سمنګانو نه وروسته انځور شوي وي خو دا څرګنده ده چې د لغمان د اليشنګ د درې ليدل شوي انځورونه د لرغونپوهانو په اند كټ مټ د سمنګانو "هزارسم" ته ورته دي گ
له تخت رستم سره جوخت نښتې يوه كوچنۍ غونډۍ پرته ده چې په هغې كې دننه له لويديز نه ختيز لورته چې عمومي لاره يې له سهل نه ورماته شوې ده پنځه سمڅې ليدل كيږي او پنځمه سمڅه يې نا تمامه او نيمګړې پاتې ده. كه څه هم د سمڅو يو څه برخې له مېنځه تللي دي خو له نښو نښانو څخه ښكاري چې د ځنو بوتانو او مجسمو ځايونه هم په دغو سمڅو كې كندل شوي وو گ
دلومړنۍ سمڅې جوړخت لكه د اوسني برجونو جوړښت ګردۍ خونه ده چې په چت يې د نيلوفر ګلبوټو انځورونه كښل شوي دي. د كوټې په ننوتنځي كې د 3 مترو په كچه په يوه لوړه تاخچه كې د يوې مجسمې ځاى تر سترګو كيږي او مخامخ ورته يوه كړكۍ وه چې د لمر شغلې به ورته راننوتلې.
دويمه خونه يوه ګرده سمڅه ده چې درې اوجرې لري، دريمه كوټه لومړۍ كوټې ته ورته ده خو تاخچې په كې څلور دي. له دې كوټې نه دمخه يوه بله څلور ضلعي كوټه ده چې دواړه كوټې ديوې لس متري ډېوډۍ په بڼه يو له بله سره نښتي دي. څلورمه كوټه يوې پنځه متري اوجرې ته پاتې كيږي خو خلكو ته دغه روايت له پخوانه پاتې دى چې له يوه نسل نه بل نسل ته سينه په سينه خوله په خوله دا خبره را رسېدلې چې ګنې دا د هغه مهال يو حمام وو گ "هيوان څنګ" د لسو بودايي معبدونو يادونه كړې ده او ښايي چې د دغو لسو بودايي معبدونو په لړ كې يوه هم د سمنګانو معبد او ډبرينه استوپه يې وي چې د مخه يې يادونه وشوه گ
د سمنګانو دغه لويه ډبرينه استوپه په افغانستان كې د بودايي تمدن د تركاڼي هغه د هيښتيا او حيرانتيا وړ كار دى چې سارى يې لږ ترسترګو شوى دى. د حدودالعالم په قول لكه دمخه چې وويل شول په هره اوجره كې د بودا مجسمه وه چې د بودا د اوجرې په نامه يادې دي گ د حدوالعالم ليكوال دغه خبره هم كړې چې د ډول ډول مجسمو د حالت نه داسې څرګنديږي چې د هندوانو كړه وړه په ګوته كوي. هندوانو نه يې موخه هغه د بودايي مذهب پيروان او پلويان دي چې په سمنګانو كې استوګن او ودان وو گ دغه ورته والى د افغانستان په نورو لرغونو توكو كې هم تر سترګوكيږي گ
ايبك يا سمنګان د افغانستان له هغو غوړېدلو سېموڅخه دى چې له پخوانه دلته ابادې ځمكې موجودې وې نه يوازې كرهڼه كېده بلكې د ډول ډول مېوو باغونه يې هم لرل چې په حدودالعالم كې هم د دې سېمې د مېوو يادونه شوې ده چې انګور يې د بېلګې په توګه يادولاى شو گ
له حدودالعالم نه سربېره د اّيبكو (سمنګان) په اړه ډېرو كورنيو او بهرنيو څېړونكو خپل اندونه ډاګيزه كړي دي په ځانګړي ډول د "هزارسم" سيمه د څارويو ډېر مهم ښكار ځاى وو چې دغه څرګندونه پخپله يوه ايټالوي پلاوي پخپلو څېړنو كې كړې ده. دغه ځاى له يوې خوا د دغې سېمې اوسېدونكو ته يو خوندي ځاى وو له بلې خوا يې په ناڅاپي توګه په څارويو يرغل وروړو او هغه يې نيول بيا به يې په ډبرينو (وروسته بيا فلزي څيزونو)
وسيلو څېرول گ دغه وګړي وروسته له ښكار ځاى څخه سيمې ته را ښكته شول او ورو رويې په كرهڼه پيل وكړ گ
كله چې د لومړي ښار بنسټ كېښودل شو دغه د"هزار سم" سيمې نه به كاروانونه تېرېدل. ايټاليويانو څېړونكو دغه ټكي ته هم ګوته نيولې او ويلي يې دي هغو كاروانونو چې د هندوكش دواړو لورو (جنوب او شمال) ته تګ او راتګ پيل كړ نو شمال پلوته به تر مېنځنۍ اسيا تلل او جنوب لورته به تر هندوستانه پورې او د هېواد دننه به تخت رستم، سرخ كوتل، خلم، بلخ، بغلان، كندوز، باميان، كابل او بيا له كابل نه نورو ځايونو ته تلل اوراتلل … ځكه چې دغه ځاى د بوديزم د مذهب په مهال ډېرمهم وو او دهغه مهال يو مهم ښار هم ګڼل كېده. څېړونكي په دې اند چې ددې ښار پراختيا درې سوه پنځوس زره (50000 ) مترمربع ته رسېده او دښار جوړښت يې په ښكلو ډبرينو تيګو تر سره شوى وو. يوه ايټالوي (1961) پلاوي ويلي چې له لومړۍ ډبرې نه را واخله تر اسلامه پورې دغه سيمه د بوديزم مهم مركز وو گ هغه مهال چې د هېواد لويه او پراخه سيمه د قطغن د ولايت په نوم يادېده د دغه ولايت يوه مهمه سيمه د سمنګانو (ايبك) برخه وه چې بيا وروسته په نوي تشكيل كې د 28 ولايتونو په لړ كې يو ولايت سمنګان وو چې اوس څو ولسوالۍ لري او ګڼ شمېر د بېلابېلو توكمونو او قومونو وګړي په كې اوسيږي گ
د هغې سر شمېرنې له مخې چې واك فاونډيشن د افغانستان له پاگره تر سره كړې ده او بيا يې په شمال لويديز زون كې د افغانستان ځنې ولايتونه په ګوته كړي دي په يوه ځاى كې داسې لولو :"سمنګان، بغلان، كندوز، تخار، بدخشان، بلخ، جوزجان، فارياب، بادغيس، هرات، فراه ( 75 مخ كې ) چې په يوه كښل شوې نخشه كې دغه ولايتونه په نښه شوي دي ورسره جوخت 58 مخ كې د دغو ولايتونو يو ګراف ګورو چې په دغه ګراف كې پښتانه په سلو كې39، تاجك په سلو كې 21، هزاره په سلو كې 6، ازبك په سلو كې 18 ، تركمن په سلو كې 8 ، ايماق په سلو كې 6 او نور لږكې په سلو كې 8،2 په ګگوته شوي دي.