سمسور نیوز (۱۳وری۱۴۰۲) په میدان وردګ ولایت کې د یوې ناچاوده مرمۍ د چاودنې له امله دوه ماشومان وژل شوي دي.
د میدان وردګ د اطلاعاتو او فرهنک رئیس حبیب الله مجاهد ویلي، چې دغه پېښه پرون د سید اباد ولسوالۍ په «تنګي دره» کې شوې ده.
د مجاهد په خبره، په دې پېښه کې یوه ۱۸ کلنه نجلۍ او ۱۴ کلن ورور یې وژل شوي دي.
پېښه هغه مهال رامنځ ته شوه، چې دې نجلۍ او ورور یې په دې مرمۍ لوبې کولې، چې چاودنه یې وکړه.
د ماشومانو د ملاتړ لپاره د ملګرو ملتونو مرستندوی صندقو یا یونیسف ویلي، چې په ۲۰۲۲ کال له ۷۰۰ زیات ماشومان له جګړې راپاتې د ناچاودو مهماتو او وسیلو په چاودنه کې مړه یا معلول شوي دي.