افغان ځواکونو د کندهار په ارغنداب او ژیړۍ ولسواليو کې د عملیاتو پر مهال ۱۸ طالبان وژلي او ۳ نور یې ټپیان کړي دي.
له ملي دفاع وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې افغان ځواکونو تېره ورځ د کندهار ولایت په دوه ولسوالیو کې عملیات ترسره کړي، چې په پایله کې یې ۱۸ طالبان وژلي او همداشان یې د هلمند او کندهار عمومي لار د یادې ډلې له شتون څخه پاکه کړې.
د سرچینې په خبره په یادو عملیاتو کې د طالبانو له لوري اېښودل شوي ۱۳ کړۍ ماینونه هم د ۲۰۵ اتل قولي اردو له لوري له منځه وړل شوي دي.
باید یاده شي، چې تېره ورځ هم له افغان ځواکونو سره په نښتو کې په ټول هېواد کې شاوخوا ۶۰ طالبان وژل شوي وو.