امريکايي مليارډر او د ټرمپ د خاصې ادارې پخواني مشر ايلن ماسک د امريکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر مالياتي پاليسي توندې نيوکې کړي دي.
نوموړي ويلي، دا يو نفرت او فاجعه رامنځته کوونکې چاره ده.
د ټرمپ د يادې لايحې له مخې، بهرنۍ مرستې بندې، سرحدونه بند او د کډوالو په قانون کې هم محدوديتونه رامنځته شول.
نوموړي ويلي، زه نور نشم کولای چې د ټرمپ دغه ډول نفرت پاروونکې لايحې وزغمم.
ماسک دغه راز ويلي « هغه کسان دې شرم وکړي چې دغه لايحې ته يې رايه ورکړې، ښه پوهېدلئ چې دا يو ښه کار ندی تاسو خپله ښه پوهېږئ».
د يادونې ده چې ماسک تازه د ټرمپ ادارې سره دنده هم پريښی.