سعودي عربستان کې یوې ښځینه پیلوټې لومړنۍ الوتنه ترسره کړې

سعودي عربستان کې یوې ښځینه پیلوټې لومړنۍ الوتنه ترسره کړې


  • 2 کاله دمخه (22/05/2022)
  • سمسور
  • 834

سمسور (۱غبرګولی۱۴۰۱) په سعودي عربستان کې لومړنۍ ښځینه پیلوټه یارا جان توانېدلې، چې له نورې ښځینه عملې سره یوځای لومړنۍ الوتنه ترسره کړي.

د رسنیو د راپور له مخې، دغې مېرمنې د سعودي عربستان له پایتخت ریاض څخه جدې ښار ته په بریالي ډول لومړنۍ الوتنه ترسره کړې ده. 

مېرمن جان ویلي، ویاړي چې د سعودي مېرمنو لپاره د هوایي چلند په داسې تاریخي شېبه کې برخه اخلي. 

جان په ۲۰۱۹ میلادي کال کې د متحده ایالاتونو په فلورېډا کې د پیلوټۍ او هوایي چلند له اړوند ښوونځي څخه فارغه شوې.