امریکا له اوکراین سره ۴۰ میلیارده ډالره نوره مرسته تصویب کړه

امریکا له اوکراین سره ۴۰ میلیارده ډالره نوره مرسته تصویب کړه


  • 2 کاله دمخه (20/05/2022)
  • سمسور
  • 726

سمسور (۳۰غویی۱۴۰۱) د امریکا کانګرس له اوکراین سره د روسیې د یرغل په مقابل کې ۴۰ میلیارده ډالره نوره مرسته منظوره کړې ده.

د رسنیو د راپورونو له مخې، یاده مرسته نظامي، اقتصادي او بشر دوستانه برخو ته ځانګړې شوې ده. 

د دې مرستې وروستۍ د منظورۍ لایحه به د امریکا د ولسمشر  جوبایډن له لوري لاسلیک شي. 

له دې مرستو سره، د امریکا له لوري له اوکراین سره د ترسره شويو مرستو اندازه ۵۴ میلیارده ډالرو ته رسیږي.

امریکا په داسې حال کې دغه مرسته اعلانوي، چې د روسیې او اوکراین ترمنځ جګړه درېیمې میاشتې ته غځېدلې ده.