کرکټ یوازینۍ لوبه ده، چې موږ ته یې خوښي راکوله


  • 4 کاله دمخه (21/09/2020)
  • اکمل ظاهر ترکی
  • 1170

 کرکټ یوازینۍ لوبه ده، چې موږ ته یې خوښي راکوله او موږ هم کرکټیان ستایل، له بده بخته چې دې وطن کې هرچاته موقع په لاس ورغلله هغه د اس او ټټو کیسه ترې جوړوي، لومړی نوروز منګل لوبډله خرابه کړه بیا اضغر چې کپتان شو نو یو مافیایي بانډ یې کرکټ کې جوړ کړ، چې پکې د نورو ځینو لوبغاړو ترڅنګ نبي، راشد، شهزاد، نورعلي هم شامل شول، دوي غوښتل کرکټ میراثي کړي اضغر ټول خپل خپلوان او ورونه چې له هغوی کرکټ کې موږ زیات استعدادونه لرل کرکټ ته راوستل، د ملک د غرور او د خلکو احساساتو سره یې پرې لوبې وکړې، لنډو یې کرکټ کې به هر تغیر د دې مافیایي بانډ په خوښه راتللو، چې کرکټ یې تبا کړ، کله چې فضلي مشر شو دا مافیایي بانډونه یې په نښه کړل او کرکټ یې له دې بې فکرو کرار کرار خلاص کړ، د نایب ټاکنه بیخي غوره پریکړه وه، دلته اضغر د خپل مافیایي بانډ په ملاتړ د لوبډلې د خرابولو هڅې شروع کړې او دا دی نتیجه یې نړیوال جام کې ګورئ، نو له دې معلومه شوه، چې اضغر، نبي، راشد، نورعلي او ځینې نورو ته نه افغانستان مهم دی او نه د افغانانو هیلې او ارمانونه.


اوس دلته یو شمیر ځوانان نایب ملامتوي نو له دوي دا څو پوښتنې کوم چې ایا د لوبې مسوولیت فقط او فقط ددنایب دی؟ نایب سره کوم جادو یا تعویذ دی چې پر دوي وکړي او دوي ښه لوبه وکړ؟ نایب د دې نورو لوبغاړو پرځای هم توپوهونه وکړي؟ کوم توپوهونکي ښه لوبه کړې؟ سریلینکا خو یې ۱۸۷ کې اوټ کړه ولې توپ وهونکو پوره نه کړ دا هدف؟
نایب خو لوبغاړي په خپل ځای ولوبول روحیه یې ورکړه نور دی نه دی ملامته که د سړي لږ هم په کرکټ سر خلاص شي او هوایي غونډاري ونه توغوي د نایب پر ځای به اضغر، نبي، راشد، شهزاد او نور علي ملامت کړي.

راشد نبي، اضغر، شهزاد او نور علي سره دا فکر دی چې نایب یو غریب هلک دی موږ څنګه د ده تر کفتانۍ لاندې لوبه وکړو دا ورته کسر شان ښکاري دوي دغومره کبرجن او کرک جن دي.
بل نوروز تراوسه په دې پیچونو خپله لوبې نه دي کړي دا زموږ کوچ دی نو دا به لوبغاړو ته څنګه مشورې ورکړي؟

نن به دا ستونزه وي؛ خو کرار کرار کرکټ د مافیا نه خلاصېدونکی دی، دې ملک کژ فقط اضغر، نبي، راشد او شهزاد لږبغاړي نه دي، دلته بلها استعدادونه شته چې د دې میراثیانو ځای به نیسي او بیا به د ځان لپاره نه د افغانستان لپاره لوبه کوي.

نوټ: که کرکټ له دې مافیایي بانډه او له دې حالته خلاصول غواړئ نو د یو غریب خو په وطن د مین ځوان نایب ملاتړ وکړئ او د راشد، نبي، اضغر او شهزاد پر وړاندې مبارزه وکړئ.