له پنجشېر څخه کابل ته د اوبو د رسولو پروژې سروې پیل شوې

له پنجشېر څخه کابل ته د اوبو د رسولو پروژې سروې پیل شوې


  • 9 مياشتي دمخه (30/03/2024)
  • سمسور نیوز
  • 284

د اوبو او انرژۍ وزارت وايي، له پنجشېر څخه یې کابل ښار ته د اوبو د لېږدلو د پروژې سروې پیل کړې ده.   

د پنجشنېر والي حافظ محمد اغا حکیم ویلي، د سروې له بشپړېدو وروسته به کابل ته د پنجشېر سیند اوبو د لېږدولو چارې پیل شي.   

هغه زیاته کړې، چې په دې اړه یې د اوبو او انرژۍ وزارت د تاسیساتو د سروې او ډیزاین له پلاوي او د ترکیې د ایس کې ایم شرکت له رئیس سره خبرې کړې دي.   

دغه پروژه ١٢٠ کيلومتره اوږدوالی لري، چې د پنجشېر له مرکز بازارک څخه پيل او د کابل تر تره خېلو سيمې رسېږي. 

له پنجشېر څخه کابل ته د اوبو د رسولو پروژې طرحه تېر جمهوري حکومت په ۲۰۱۲ کې جوړه کړې وه، چې عملي چارې یې تر اوسه ځنډېدلې وې.