سمسور نیوز (۳لړم۱۴۰۱) د.ا.ا سرپرست حکومت د دفاع وزارت د رهبرۍ د پرېکړې له مخې، ملا محمد شفیق د سردار محمد داود خان روغتون مشر ګومارل شوی دی.
د دفاع وزارت پر ټوېتر پاڼه لیکل شوي، چې نوی مشر نن په یوه ناسته کې د سردار محمد داود خان روغتون کارکوونکو ته ور وپېژندل شوی دی.
د دې روغتون مخکينی مشر د ارتوپیدي متخصص ډاکتر محمد اسماعیل وردګ و.