بغلان کې د طالبانو د زندان ماتیدل

بغلان کې د طالبانو د زندان ماتیدل


  • 3 کاله دمخه (16/02/2021)
  • محمد عزیر ستانکزی
  • 1414

ملي دفاع وزارت وایي افغان کماڼډو ځواکونو د بغلان ولایت د مرکزي بغلان ولسوالۍ د علي خواجه اړوند سیمه کې د ځانګړو عملیاتو پر مهال د طالبانو یو زندان مات کړی او ۴۲ ملکي او پوځي بندیان یې ترې خوشې کړي دي.

د ملي دفاع وزارت د خبرپاڼې له مخې په دغو بندیانو کې ۲۵ پوځیان او ۱۷ ملکي وګړي دي چې پوځیانو ۶ تنه د ملي اردو منسوبین او ۹ نور یې پولیس دي.

خبرپاڼه زیاتوي چې ددغو عملیاتو په لړ کې د وسله والو طالبانو یوه اندازې وسلې او مهمات هم ترلاسه شوي او زندان یې له منځه وړل شوی دی.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.