راشد خان: پاکستان سره د مقابلې لپاره بشپړه اماده ګي لرو

راشد خان: پاکستان سره د مقابلې لپاره بشپړه اماده ګي لرو


  • 2 کاله دمخه (28/10/2021)
  • کامران احمدزی
  • 961

د کرکټ د نړۍ افسانوي لوبغاړي لیک بریکر افغان راشد خان په خپلو وروستیو څرګندونو کې د سبانۍ لوبې په اړه ډاډ ورکړ.

نوموړي په یو خبري کنفرانس کې وویل، چې افغان لوبډله په بشپړ ډول د راتلونکې سیالۍ لپاره اماده ده او دا لوبه ورته خورا مهمه ده.

هغه په خپلو خبرو کې ویلي، چې افغان ولس ته د پاکستان خلاف بریا له بل هر ټیم ډېره په زړه پورې ده او دوی هم هڅه پیل کړې، چې راتلونکې سیالۍ په ښه شکل وګټي.

د خان په خبره، افغان لوبغاړي په ذهني ډول په پوره توګه ارام دي.

په ورته مهال بیا نړیوالو مبصرینو هم په یادې لوبې ګڼې تبصرې کړې او افغان لوبډله یې خورا خطرناکه بللې.

باید یاده شي، چې افغان لوبډلې تر دا مهاله په خپل ګروپ کې یوه لوبه کړې، دوه پاینټونه لري او پاکستان بیا هند او نیوزیلنډ ته په ماتې ورکولو سره د جدول په سر کې قرار لري.