ستانکزی: یوه ښځه حتی صدراعظمي هم کولای شي

ستانکزی: یوه ښځه حتی صدراعظمي هم کولای شي


  • 11 مياشتي دمخه (31/12/2023)
  • سمسور نیوز
  • 459

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال وایي، چې ښځې کولای شي د خپلو وړتیاوو پر اساس له اميرالمؤمنين او ولسمشرۍ پرته، ان صدراعظمې هم شي. 

شېر محمد عباس ستانکزي له یوه خصوصي ټلوېزیون سره په مرکه کې دا هم ویلي، چې زده کړې پر ښځو او نارینه وو فرض دي او په دې برخه کې مساوي حقونه لري.

نوموړي یو وار بیا غوښتنه کړې، چې نجونو او ښځو ته باید د زده کړو او کار زمینه برابره شي. 

د نجونو د زده کړو دغه ملاتړي چارواکي تر دې وړاندې هم بیا، بیا د نجونو پر وړاندې د زده کړو دروازو پرانېستل کېدل غوښتي وو.

عباس ستانکزی یادې څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې په افغانستان کې د نجونو پر زده کړو او کار بندیز لګېدلی دی.