میرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیرټولو خویندو او میندو او ټولو هیواد والو ته دمور دستر مقام دلمانځلودورځې په مناسبت دټولو افغان میرمنو په استازیتوب مبارکي وایي.دايوروښانه حقيقت دى چې مورهغه سپڅلی نوم دى چې په يادولوسره يې انسان ته دبې كچي ميني احساس ورپيدا كيږي مور مینه ده،مور ژوند دى ، مورهيله ده،مورخنداده ، مورښكلاده، مورنازدى اومور هغه سيورى دى چې دچاله سره ليري شي نودژوند دناخوالوتاوده لمرونه يې سوځي .دموردورځي تقدس ته هسي هم دنړۍ هروګړى ظاهرآ خورازيات احترام لري خو له بده مرغه په عمل كي ډېرى كسان دغه احترام ته ژمن نه دي . هره مور دخپل اولاد نیکمرغي په سوله او هوسا ژوند كي ويني خو اوس دنړۍ دګڼو هيوادونواو له هغې جملې څخه دافغانستان له بېوزله او مجبورو ميندو څخه سوله او دهغوى دهوسا ژوند اوښېګڼې ډېري برخي ناامنیو اخيستي دي .
دمېرمن کلتوري ټولنيز بهير په عقيده دمور دورځي په نامه يوازي جشنونه او غونډې جوړول ،اوپه ځينو دولتي اداروکې ښځوته نمايشي اومحدوده ونډه ورکول دهيواد دنيم نفوس ( ښځو) هيڅ ډول درد نشي دواکولای .دولت مکلفيت لري زموږ د هيواد په اوسنيو شرايطو کې د ميندو اقتصادي، سياسي او ټولنيزو ستونزواوهغوکړاوونوته جدي پاملرنه وکړي ،کوم چې همدااوس افغانی مېرمنې ورسره لاس او گرېوان دي .دمنځنيو پېړيو له بنسټپاله تعصوبونواو خرافاتو له تورو تیاروڅخه دافغانو ښځو په ژغورلوسره بايد هغوي ته ديوې باشرفه،سپيڅلي ،افغاني اومسلماني په توگه دهيواد په بيا جوړونه کې دنارينه و سره اوږه پر اوږه دفعا ل گډون زمينه برابره شي ،داددوي ملي، انساني ، اخلاقي او اسلامې حق دې . دوي ته دغه حق او آزادۍ نه ورکول ستر بشرې جرم او دبشر پرحقوقو بربنډ تېری بولو .وړانديزکووچي دقانون له مخې دښځودحقوقو دمسلې داساسی حل لپاره عملي گامونه پورته شي . دافغاني غيرتي ميندو اوخويندوپه وړاندي داسلام دمقدس دين ، زموږدټولنې دسپيڅلوغير افراطي عنعنو په نظر کې نيولوسره دهر ډول تبعيض،تعصب ،جنسي ستم اوتيری سره ملي مبارزه اعلان اوعاملينوته یې سخته قانوني جزا ورکړه شي .میرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیرددغې نیکمرغه ورځې په مناسبت پر ټولو افغان میرمنو غږ کوي په هیواد کې دسولې دتآمین او له جنګ جګړو څخه دخپلو زامنو او وروڼو په ژغورلو کې تر ټوله زیاته ونډه واخلي ،په نمایشي شعارونو ونه غولیږي دخپلو خویندو په روزلو کې برخه واخلي تر څو وکولای شي په طبعي ډول دخپلو وروڼو ترڅنګ دهیواد په بیا جوړولو کې دهیواد په سیاسي،اقتصادي،کلتوري او ټولنیزو برخو کې خپل فعال ګډون یقیني کړي.میرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیریوځل بیاټولو خویندو او میندو او ټولو هیواد والو ته دمور دورځې په مناسبت دخپلې مبارکي مراتب وړاندې کوي او هیله کوي چې نور په دې وطن کې هیڅ مور دخپل زړه ټوټه په وینو کې لژند ونه ویني او همیشنۍ سوله تآمین شي.
په همدې هیله د مېرمن کلتوري ـ ټولنیزبهير دارالانشا