زموږ فطرتي ارزوګانې


  • 4 کاله دمخه (21/09/2020)
  • اسمعيل لاروی
  • 1172

 په ديني رواياتو مو دا عقيده ده چې انسان په فطري ډول مسلمان وي. هغه ماشوم چې لا د دنيا له مکر و فريب سره بلد نه وي، ليد يې اسلامي وي، خو له هغه وروسته چې د مور او پلار پر لاره روانېږي، لاره يې هغه ګرځي چې مور او پلار يې پرې روان وي. 

دا نادره وي چې په يوه ټولنه کې دې د مور، پلار او يا ټولنې خلافـ د زامنو او ماشومانو عقيدوي ليد وروزل شي او د خلقت سترو فابريکو ته دې د مور، پلار او ټولنې له ليده خلاف ليد ولري.
زموږ ټولنيز ژوند همداسې دی. زه وايم، دا خبره هيڅ د ردېدو نه ده چې انسان دې په فطري توګه د ځان په تاوان عمل، اراده او عقيده ولري، خو دا چې انسان ولې بې لارې کېږي، د ارواپوهنې د يو بحث اړوند مساله را برسېره کوي چې د انسان شخصيت له دوو فکټورونو څخه جوړېږي او يا دوه فکټوره اغېز پرې لري چې ارواپوهانو دا دوه فکټورونه په دې ډول توضيح کړي دي:
د انسان شخصيت= ۳۰٪ ارثي خواص + ۷۰٪ ټولنه. 
نو د انسان شخصيت که د پورتني فورمول پر اساس جوړ هم نه شي، خو تقريبا د همدې فورمول اټکل شويو او غوره شويو سلنو ته به نږدېوالی ولري. 
زموږ فطري جوړښت، شخصيت، ارزوګانې، چارې او ټول ژوند هومره خراب نه وي؛ څومره چې د ټولنې اغېزې پرې منفي وي او هر څه را خراب کړي او ټولنه چې له موږ جوړه ده، نو موږ د خرابۍ تر ټولو لوی فکټور بلل کېدای شو. 
موږ پر خپلو ماشومانو هم د ديني رواياتو له مخې قضاوت کوو او هم يې د ارواپوهنې د علم پر اساس ارزوو. 
ماشومان مو په فطري ډول هيڅ ستونزه نه لري، کوم ذکاوتونه چې د نورې نړۍ ماشومان لري، زموږ ماشومان هم همداسې دي. د مستقبل کوم خوبونه چې د نورې نړۍ ماشومان وينې، زموږ ماشومان هم ترې کم نه دي، خو غضب دا وي چې موږ سمې لارې ترې ورکې کړو، د ښوونځي د دروازې پر ځای ورته د جنګ ځای دروازه پرانيزو. د لوبو د ډګر پر ځای ورته، د نشه يي توکيو ډېران برابروو.
د پکتياوالو کيسې سپين ږيري کوي چې ښوونځي ته به يې ماشومان په پيسو اخيستل او يا به يې په کلي کې يو داسې تربور ورته پيدا کاوه چې له نورو کليوالو به په هر لحاظ کمزوری و؛ نو داسې کس به يې ښوونځي ته لېږه او دوی به ښوونځي ته تګ جبر او ظلم ياداوه، خو له ښوونځي سره د اوسنيو نجونو او هلکانو مينه د پخوا په پرتله زر چنده زياته شوې ده او خبره بالکل معکوسه شوې ده. 
د دې مينې پيدا کېدو راز په دې کې دی چې اوس ماشومان ښوونځي ته د کوهي فکر نه کوي، پخوا به يې ويل؛ چې په ښوونځي کې يې احمد واچاوه. محمود يې ښوونځي ته ورټېله کړ...
اوس وايي، په ښوونځي کې يې داخل کړ، ښوونځي ته ځي... نو هغه وېره اوس د ماشومانو په ذهن حاکميت نه کوي چې د ښوونځي په دراوزه کې به د بلا په څېره کې ورته ناسته وه. 
څه موده وړاندې د پکتيا سيد کرم ولسوالۍ ته تللي وو، د ځنګل په منځ کې ښوونځی و. د درې سوه شا و خوا نجونو په ونو کې لوست کاوه او په مينه مينه يې د الف و ب ورد کاوه. دا داسې يوه ساحه ده چې له ښوونځي سره يې هيڅ پرتله نه شي کېدای، خو بيا هم نجونې پکې په مينه لوست کوي. 
دا ټولې ماشومانې د دې ارزوګانې لري چې په راتلونکي کې به معلمانې وي، ډاکترانې به وي، نرسانې به وي... خو دا اروزګانې موږ کله تر منزله ورسره پرېږدو. 
تر شپږم ټولګيو ور ها خوا يې د حکومت مخالفان او دودونه چېرته پرېږدي چې دوی خپلې ارزوګانې تر پايه وپالي. 
دا ماشومانې چې په همدې ځنګل کې لوست کوي، دا فکر لري که په راتلونکي کې ډاکترانې شي، نو د خپلو کليوالو روغتيايي ستونزې به هواروي، خو موږ دا اروزګانې وروژلې او وروژنو. 
دلته د فطرتي تمايلاتو، نظريو او ارزوګانو خبره بيا تکراروو؛ چې زموږ ماشومان هم د نورې نړۍ د ماشومانو په څېر روغ فکرونه، روغ وجودونه، سالم اميدونه او ارمانونه لري، خو که چېرته لويان د دوی اروزګانو او تمايلاتو ته په درنه وګوري.
د افسوس ځای دا دی چې زموږ زاړه فکرونه او په ذهنونو کې زاړه بتان به کله نړېږي، کله به د معاصرې نړۍ اړتياوې، غوښتنې او د سيالۍ ډ‌ګرونه درک کوو؟!
انشټاين څه ښه پېغور راکړی چې پر زړو جامو دې مه شرمېږه، پر زړو افکارو دې وشرمېږه!
سرخط ورځپاڼه