زمبابوې لوبډلې پاکستان ته په ۸۰ منډو ماتې ورکړه.
په دې لوبه کې زمبابوې لوبډلې لومړۍ توپ وهنه وکړه چې سیالې لوبډلې ته یې د ۲۰۵ منډو هدف وټاکه.
پاکستان لوبډلې د لوبې پیل ښه ونه کړ او په ۲۱ اورونو کې یې د ۶۰ منډو په جوړولو سره ۶ لوبغاړي وسوځېدل.
وروسته لوبه د باران له کبله وځنډېدله، چې د زیات ورښت له کبله د "ډي ایل" میتود له مخې بیا دا سیالۍ زمبابوې ته د ۸۰ منډو په توپیر په ګټه ورکړل شوه.