چین او پاکستان هوکړه کړې چې په ګډه به پوځي مانورونه پیل کړي.
دغه مانورونه د ډیسمبر په لومړۍ نېټه د پاکستان په خاوره کې پیل کېږي او په پام کې ده چې د چینايي ځواکونو یوه ځانګړې قطعه پاکستان ته ولاړه شي.
تر دې وړاندې د چین او پاکستان چارواکو په ګډه په سیمه کې د تر.ه. ګري پر زیاتوالي اندېښنه ښودلې وه.
د یادونې ده چې په تېرو دوو کالو کې په بلوچستان، لاهور او اسلام اباد کې څو ځله پر چینايي وګړو بریدونه شوي دي.